لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشریف اشتهاري اعلان شوی او عدالت وایي د یو اشتهاري تن ضمانت څنګه ومني


واشنګټن ــــ د پاکستان د احتساب عدالت له خوا د پخواني وزیراعظم نواز شریف تر اشتهاري اعلانېدو وروسته د اسلام اباد هایکورټ په العزیزیه ریفرنس مقدمه کې د هغه د ضمانت پر درخواست فیصله ځنډولې او وایي عدالت ته له حاضرېدو پرته اشتهاري تن ته ضمانت څنګه ورکولای شي.

اورېدنه د هایکورټ د دوو قاضیانو جسټس عامر فاروق او محسن اختر کیاني دوه کسیز بینچ وکړه. قاضي عامر فاروق قانوني مرسته وغوښته او ویې ویل د پروېز مشرف په مقدمه کې هم عدالت ویلي وو چې د هغه له حاضرېدو پرته یې د مقدمې اورېدنه نه شي کېدای.

احتساب عدالت د شورو- چارشنبې په ورځ نوازشریف په توشه خانه مقدمه کې عدالت ته د نه حاضرېدو پر سر هغه مفرور یا اشتهاري اعلان کړ او د هغه د جایدادونو د ضبطولو د پیلېدو تر څنګ یې احتساب ادارې ته امر وکړ چې د انټرپول په وسیله هغه ونیسي.

احتساب عدالت تور لګوي چې یوسف رضا ګیلاني د خپلې واکمنۍ په مهال په توشه خانه کې جمع د بهرنیو هېوادونو د مشرانو له خوا پاکستان ته په سوغات کې ورکړل شوي موټرونه په غیرقانوني توګه په کمه بیه آصف علي زرداري او نواز شریف ته ورکړي وو.

په عدالت کې د پنجشنبې- زیارت په ورځ د اورېدنې په مهال د احتساب د مرکزي ادارې وکیل جهانزېب بهروانا وویل، نواز شریف عدالت ته د تسلیمېدو پر امر عمل ونه کړ او اوس چې په توشه خانه مقدمه کې اشتهاري اعلان شوی باید رعایت ورسره ونه شي.

قاضي محسن اختر کیاني د نواز شریف له وکیله وپوښتل، چې مؤکل یې دا مهال په روغتون کې د علاج لپاره بستر دی که څنګه؟ وکیل یې په جواب کې وویل چې پخوانی وزیراعظم دا مهال په هیڅ یو روغتون کې هم بستر نه دی.

قاضي بیا ورته وویل "نواز شریف په برتانیا کې دی او ډاکټر یې په امریکا کې دی، آیا د هغه علاج د ټیلیفون له لارې کېږي؟". د مسلم لیګ نواز ګوند مرکزي مشر او پخوانی وزیراعظم شاهد خاقان عباسي د عدالت د دې پوښتنې په جواب کې داسې ویلي:

"هلته [په لندن کې] په روغتون کې د داخلېدو روایت نه شته، د نوازشریف ناروغي انساني مسئله ده پکار دی چې عدالت له قانون سره د هغه دې مجبورۍ ته پام وکړي".

په 2018م کال کې احتساب عدالت نواز شریف او د هغه لور مریم نواز ته په لندن کې د غیرقانوني جایداد لرلو په تور په ایون فیلډ نومې مقدمه کې د بند سزاوې اورولې وه.

د دې تر څنګ د احتساب یو بل عدالت د مالي درغلیو په تور په العزیزیه نومې مقدمه کې هم نواز شریف ته اووه کاله د بند سزا اورولې وه، خو تېر کال اسلام اباد هایکورټ نواز شریف د خراب صحت له کبله خوشي کړی وو.

د عمران خان په مشرۍ د واکمن تحریک انصاف ګوند مرکزي کابینې په وروستیو کې پخپله یوه غونډه کې پرېکړې کړې چې نوازشریف به ملک ته را ستوي ځکه چې د دوی په وینا هغه د علاج په پلمه له هېواده بهر دی.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG