لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په قطر کې بېن الافغاني خبرې پېل شوي


په قطر کې د افغانستان د حکومت او طالبانو ترمنځ بېن الافغاني خبرې نن د خالي/ شنبې په ورځ 12م ستمبر په رسمي ډول پېل شوې.

د راپورونو ترمخه د خبرو د غونډې پرانسته د قطر د بهرنيو چارو وزير سلطان بن سعدي المريخي کړې او بيا پسې د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا رئیس عبدالله عبدالله خبرې وکړې.

عبدالله عبدالله وويل افغان ولس غواړي چې جګړه ختمه شي او تلپاتې سوله راشي، هغه وويل دوی د دواړو خواؤ نه غوښتنه کوي چې په افغانستان کې وژنې ختمې شي.

هغه وويل سولې ته ژمن دي او په دغه لړ کې يې درې ځله اوربند کړی او پينځه زره طالبان يې خوشي کړي چې د افغانستان 40 کلنه جګړه نوره ختمه شي.

د طالبانو د مذاکراتي ډلې مشر ملاعبدالغني برادر طالبانو د امريکا سره کړې تړون ته ژمن دي او د امریکا څخه په کلکه دغه غوښتنه لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزير مايک پمپيو ويلي، نن د افغانستان د 40 کلنۍ جګړې د پای ته رسولو ورځ ده او زياته کړې يې ده نور به د افغانستان خاوره القاعده او بل چا ته نه پرېږدو چې د ترهګرۍ دپاره يې وکاروي.

هغه ويلي امریکا غواړي چې افغانستان خپلواکه وي او امریکا خپل نظام په نورو ورتپل نه غواړي هغه ويلي د اولس او مېرمنو سياسي حصه ډېره مهمه ده، هغه زياته کړې په راتلونکې کې به په هغو خبرو هم بحثونه وکړو چې پاتې شوي دي.

غونډې ته د پاکستان، چين او هند په ګډون د يو شمېر هېوادونو د بهرنيو چارو وزيرانو او وېناوې وکړې.

XS
SM
MD
LG