لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو په مذاکراتو کې د ښځو پر ګډون ټینګار کړی خو د طالبانو په پلاوي کې ښځه نه شته


واشنګټن ــــ د امریکې، ملګرو ملتونو او نورو بهرنیو هېوادونو پر ټینګار برسېره په قطر کې د بین الافغاني خبرو په پرانیستونکې غونډه کې د ښځو ګډون ډېر لږ تر سترګو شو، چې یواځې د افغان حکومت په پلاوي کې شاملو څلورو ښځو پکې ګډون کړی وو خو د طالبانو په پلاوي کې هیڅ یوه ښځه هم شامله نه وه.

ملګرو ملتونو نن په خپل تازه بیان کې د بین الافغاني خبرو د پیل هرکلی کړی، خو ورسره یې یو ځل بیا ټینګار کړی چې ښځو ته په دغو خبرو کې برابره ونډه ورکړل شي. د ملګرو ملتونو جنرل سیکرټري انتونیو ګوتېریس پخپله وینا کې وویلي، افغانان باید پخپله د مذاکراتو موضوعات او طرز وټاکي خو وایي باید ښځو، ځوانانو او د جګړې اغېزمنو ته پکې برخه ورکړل شي:

"ټولې ښکېلې غاړې باید د دې خبرې د باوري کولو لپاره هڅه وکړي چې ښځې په بېلابېلو کردارونو پکې برخه واخلي او د سولې بهر د افغانو ښځو د تجربو او مهارتونو هراړخیزه عکاسي وکړي".

د بین الافغاني خبرو تر پرانیستونکې غونډې وروسته د طالبانو له پلاوي پوښتنې پیل شوې چې ولې یې ښځو ته برخه نه ده ورکړې او پر ټولنیزو رسنیو هم د ښځو پر کم ګډون بحثونه وشول. د طالبانو د پلاوي غړو او د سیاسي دفتر ویاند وویل، چې د ښځو حقونو ته درناوی لري خو په خپل پلاوي کې د ښځو د نه ګډون په اړه یې قانع کوونکی جواب ونه وایه.

د طالبانو د پلاوي یو غړي خیرالله خیرخواه هلته ازادي رېډیو ته وویل، په اوس وخت کې دوی د دې موقع نه ویني چې پخپل پلاوي کې د خبرو اترو لپاره ښځو ته هم برخه ورکړي:

"زمینه دې ته برابره نه ده چې د ښځو ترتیب برابر شي، موږ خپله ټول د بل چا په ملک [قطر] کې مذاکرات کوو، دا به نور سفرونه هم راځي کېدای شي بل ځای ته سفر پکې راشي، اوس زمینه برابره نه ده چې فی الحاله ښځې اشتراک وکړای شي یا زموږ په اوسني ټیم کې ښځې شاملې کړل شي".

د افغان حکومت په 21 کسیزه مذاکراتي ډله کې څلور ښځې فوزیه کوفي، فاطمه ګیلاني، حبیبه سرابي او شریفه زرمتۍ شاملې دي او د دې ډلې مشري معصوم ستانیکزی کوي. د دې ډلې غړې حبیبې سرابي د طالبانو پر پلاوي نیوکې وکړې.

مېرمن سرابي وایي‌ نه یواځې ښځې د طالبانو په پلاوي کې نشته بلکې د افغانستان د ټولو خلکو استازي پکې نه شته. "ډېر د افسوس ځای دی چې دوی ښځو ته هیڅ ارزښت نه لري".

پر ټولنیزو رسنیو هم خلکو پوښتنې را پورته کړې دي چې طالبانو ولې ښځو ته پخپله مذاکراتي ډله کې ځای نه دی ورکړی. د دې تر څنګ په افغانستان کې مدني ټولنې او د ښځو د حقونو ځینو تنظیمونو په تېرو ورځو کې پخپلو غونډو کې غوښتنه کړې چې ښځو ته دې په بین الافغاني مذاکراتو کې برخه ورکړل شي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG