لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: سږ کال په قبایلي سیمو کې 40 پوځیان او 109 عام کسان په وسلوالو بریدونو کې وژل شوي


واشنګټن ــــ د یوه تازه رپوټ له مخې له پښتونخوا صوبې سره په تازه یو ځای شویو قبایلي ضلعو کې وسلوالې ډلې یو ځل بیا فعالې شوې دي او دا اندېښنه ورسره پیدا شوې چې کېدای شي په افغانستان کې له طالبانو سره تر سولې وروسته دغه سیمې یو ځل بیا د ترهګرۍ په اډو بدلې شي.

د سیمې یو اوسېدونکی سید ایوب خان وایي، د وسلوالو بیا فعاله کېدو اندېښمن کړی دی ځکه چې وایي پر عامو خلکو او امنیتي ادارو هدفي بریدونه بیا زیات شوي او ویره لري چې سیمه به یې بیا د جګړې په ډګر بدله شي. ایوب خان مشال رېډیو ته ویلي:

"موږ پرېشانه یو چې دغه خلک [وسلوال] بیرته را ستنېږي او له پوځي اپرېشن وروسته چې مو کوم امن پیدا کړی وو هغه به بیرته وبایلو".

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشرانو هم په وروستیو کې اندېښنه څرګنده کړې چې وایي په قبایلي سیمو کې وسلوال یو ځل بیا د فعالېدو په حال کې دي. د دې تحریک یو مخکښ او د پاکستان د قومي‌ اسمبلۍ غړي محسن داوړ رېډیو فري یورپ ته ویلي:

"وسلوال بیا په ډېرې خطرناکې اندازې سره را پورته کېږي، خو موږ د ریاست اراده نه وینو چې په دې سیمه کې دایمي امن پر ځای کړي، چې له کبله یې په ځایي خلکو کې دا فکر پیدا شوی چې نور خلک پر دې پیسو ګټې چې دوی په تکلیف کې وي".

رایټرز خبري ایجنسۍ د پاکستاني چارواکو له خولې ویلي چې له تېرې مارچ میاشتې راهیسې په قبایلي ضلعو کې 40 پاکستاني پوځیان د وسلوالو په بریدونو کې وژل شوي، خو د ټپي شویو امنیتي عسکرو شمېر یې نه دی ورکړی.

رایټرز په اسلام اباد کې د فاټا د څېړنیز مرکز د معلوماتو په اساس ویلي، چې د سږ کال د جنورۍ او جولای میاشتو تر منځ په قبایلي ضلعو کې په 67 وسلوالو بریدونو کې 109 عام کسان وژل شوي، چې وایي تر تېر 2019م کال دوه چنده زیات دي.

په قبایلي ضلعو کې د وسلوالو د بیا فعاله کېدو په اړه دا رپوټ په داسې وخت کې خپور شوی، چې بېلابېلو وسلوالې ډلې په تېره جولای میاشت کې یو ځل بیا د تحریک طالبان پاکستان تر نامه لاندې سره یو شوې دي او تر اوسه یې پر امنیتي عسکرو د ډېرو بریدونه ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

په اسلام اباد کې د فاټا څېړنیز مرکز یو مشر منصور خان مسید وایي "د وسلوالو ډلو لاسرسي ته په کتو سره د دغو ډلو [جنګي] وړتیا او پوځي قوت تر پخوا زیات شوی دی".

رایټرز وایي د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو دفتر ای ایس پي آر ورته په قبایلي ضعلو کې د وسلوالو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه پوښتنې ته څه جواب ور نه کړ، خو وایي پر ټویټر یې په وروستیو کې لیکلي چې د دغو بریدونو "مقصد د افغان سولې د بهر ناکامه کول دي".

پاکستاني پوځ په 2014م کال کې په شمالي وزیرستان کې د وسلوالو په ضد د "ضربِ ضد" په نامه عملیات وکړل، چې له کبله یې د سیمې تر لس لکه زیات خلک بې کوره شول، خو په وروستیو کې اکثر یې د پاکستاني پوځ تر هغه اعلان وروسته بیرته خپلو سیمو ته ستانه شول چې وایي وسلوال یې په بشپړه توګه ځپلي او ختم کړي دي.

د پاکستان پوځ تېره اوونۍ په یوه ټویټ کې ویلي وو، چې د جنوبي وزیرستان په ګړیو سیمه کې یې د وسلوالو یو کمانډر احسان الله سڼی- چې وایي په څو ترهګرو بریدونو کې یې لاس درلود- له خپلو درو ملګرو سره په عملیاتو کې وژلی دی.

د جنوبي وزیرستان په شکتوی سیمه کې دوې اوونۍ وړاندې د پوځ پر يو ګاډي چاودنه شوې وه چې پکې د پوځ په وينا د يو افسر په ګډون درې سرتیري وژل شوي وو. د بريد ذمه واري پاکستاني طالبانو منلې وه او پوځ تر پېښې وروسته په سیمه کې د لټون عملیات کړي وو، خو د علاقې خلکو دعوه کړې وه چې پوځ ګرځبنديز لګولی او پر عامو خلکو یې تشدد کړی وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG