لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پښتونخوا: تېر یونیم کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري 276 پېښې رپوټ شوې


واشنګټن ــــ په پاکستان کې پر ښځو او ماشومانو د جنسي تېري پېښې تر بل هر وخت زیاتې شوې دي چې د رپوټونو له مخې یواځې د خیبرپښتونخوا په بېلابېلو سیمو کې په تېر یونیم کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري 276 پېښې رپوټ شوې دي.

صوبایي چارواکي او د انساني حقونو د تنظیمونو کارکوونکي وایي په دغو پېښو کې یواځې 60 په لویو ښارونو پېښور، مردان او نوښار کې رپوټ شوې دي او وایي چې په کلیوالو سیمو کې اکثر داسې پېښې په پولیس تاڼو کې نه رپوټ کېږي.

وایي په کلیوالو سیمو کې د ماشومانو د جنسي تېري پېښې په دې وجه هم مخې ته نه راځي چې یو خو هلته رسنیو ته د رسایۍ اسانتیاوې ډېرې نه شته او بل دا چې وایي د اکثرو اغېزمنو ماشومانو میندې پلرونه داسې پېښې پټې ساتل غواړي.

د پښتونخوا د اطلاعاتو ته د لاسرسي د ادارې د شمېر له مخې په تېر 2019م کال کې پر ماشومانو د جنسي تېري 185 پېښې شوې دي چې وایي‌ په هغوی کې 135 کم عمره هلکان او 50 ماشومې نجونه وې.

په پاکستان کې د ماشومانو د حقونو د ژغورنې د ادارې "ساحل" د شمېر له مخې د سږ کال له پیل راهیسې د جون تر 30مې په پښتونخوا کې پر ماشومانو د جنسي تېري 90 پېښې رپوټ شوې دي.

"ساحل" وایي تېر کال په دغو ماشومانو کې پینځه ماشومان وروسته له هغه- چې جنسي تېری ورباندې شوی- وژل شوي دي.

د صوبې پولیس وایي چې د تېر کال په 185 رپوټ شویو پېښو کې یې په مجموعي توګه 248 کسان پر ماشومانو د جنسي تېري په پېښو کې د لاس لرلو په تور نیولي دي.

د ماشومانو د حقونو د ژغورنې لپاره کارکوونکی د پښتونخوا یو فعال عمران ټکر وایي، پر ماشومانو جنسي تېري کوونکي اکثر هڅه کوي دغه ماشومان له دې کبله و وژني چې پر خپل جرم پرده واچوي.

عمران ټکر دعوه کوي چې د امنیتي ادارو د کمې پاملرنې او کمزورو مقدمو په نتیجه کې تورن کسان اکثر له عدالتونو په اسانۍ خوشي شي، چې وایي له کبله یې پر ماشومانو د تشدد په پېښو کې د کموالي پر ځای زیاتوالی راشي.

د پښتونخوا د انساني حقونو د ژغورنې د سرکاري ادارې مرستیال مشر اعجاز خان وایي، د صوبایي اسمبلۍ د سپیکر په مشرۍ یوې ځانګړې کمېټۍ سپارښتنې ترتیب کړې دي، چې وایي د هغه په اساس تر اوسه د صوبې په دوولس ضلعو کې د ماشومانو د ژغورنې ځانګړي مرکزونه جوړ شوي دي.

خو وایي تر اوسه یې د دغو ځانګړو مرکزونو لپاره نوي کسان په نوکریو نه دي ګومارلي او په ضلعي کچه یې دغه کار د ټولنیزې خیرښېګړې د ادارو افسرانو ته سپارلی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

د سوات نشکپر چړ (ابشار)
please wait

No media source currently available

0:00 0:02:42 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG