لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

امریکا په ايران نور سخت بنديزونه لګوي


امریکا د تهران په ايټمي، ميزايلو او دوديزو/ روايتي وسلو د ګواښونو د مخنيوي په لړ کې نوي سخت بندېزونه لګوي دا وروسته له هغې چې امریکا د خالي/ شنبې په ورځ ملګرو ملتونو د بندېزونو بيا لګولي ويلي ؤ.

د سپينې ماڼۍ د ملي امنيت سلاکار رابرټ اوبرائن د ګل/ دوشنبې په ورځ ویلي، چې د امریکې د صدر ډانلډ ټرمپ انتظاميه د ايران د ايټمي وسلو د پروګرام سره اړونده په 27 ادارو او کسانو باندې نوي بندېزونه لګوي.

د سپينې ماڼۍ د يو فرمان له مخې دوی د هغو کسانو د ملکيت د بندولو پلان لري څوک چې ايران ته د وسلې د موادو په انتقال او بهر وړلو کې ککړ دي.

د امریکې د بهرنيو چارو او خزانې د وزارت په پلان کې دا هم شامل دي چې د بندېزونو سرغړونې کوونکي به جرمانه کوي.

د ايران د وسلې د صنعت تنظيم او د دغه صنعت مشر مهرداد اخلاغي کتابچي او د وينزويلا صدر نيکولس مادورو په دغو کسانو کې شامل دي چې په بنديزونو کې راوستل شي.

د امریکې د بهرنيو چارو وزير مايک پمپيو د ګل په ورځ د نورو لوړ پوړو امنيتي چارواکو سره په ګډه خبري غونډې ته ويلي، د دوه کلونو راهسې په ايران کې په بډو رشوتونو کې ککړ د وينزويلا سره په ګډه د ملګرو ملتونو د وسلو د بندېزونو سرغړونه کوي.

هغه ویلي زمونږ ننی ګام د نړۍ دپاره خبرداری دی، که تاسو هر څوک يئ او تاسو د ملګرو ملتونو د وسلو د بندېزونو سرغړونه کوئ د بندېزونو د خطرو سره به مخ کيږئ.

د تېر خالي په ورځ امریکا ویلي ؤ د ملګرو ملتونو لخوا د 2015م کال د ايټمي تړون لاندې نرم شوي يا لرې کړی شوي بندېزونه چې د يو رسمي ګډ پلان په نوم پېژندل کيږي، بيا په ځای کولی شي او د ملګرو ملتونو غړي هېوادونه دې عملي کړي.

خو د ملګرو ملتونو عمومي سېکتر انتهونيو ګېټرس امنيتي شورا ته ويلي، هغه د امریکا په اعلاميه کوم اقدام نه شي کولی چې د ملګرو ملتونو ټول بندېزونه په ايران بيا په ځای کړي ځکه چې د هغه په وېنا ښکاري دا مسله به غېريقيني حالات جوړ کړي.

او د ايران د بهرنيو چارو وزير جواد ظريف د امريکا د بندېزونو اقدام ته په غبرګون کې ویلي ؤ چې دا اوس په نړۍ پاتې ده چې د امریکا دې نامناسبه او يو اړخيزه اقدام ته څه ځواب وايي.

د امریکا د اوږدې مودې اتحاديانو برتانيې، فرانس او جرمني د جمعې په ورځ شورا ته ویلي چې د ملګرو ملتونو لخوا په ايران د بنديزونو مرستې به دوام لري او داسې کومه پرېکړه يا ګام اخستل چې د ملګرو ملتونو بنديزونه بيا په ځای کوي د کومو قانوني اغېزو وړتيا به ونه لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG