لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جانسن انډ جانسن هم د کورونا واکسین وروستی انساني ازمېښت پیل کړ


په جانسن انډ‌ جانسن کې د لابراتوار یوه کارکونې په واکسین کار کوي.
په جانسن انډ‌ جانسن کې د لابراتوار یوه کارکونې په واکسین کار کوي.

واشنګټن – د جانسن انډ جانسن په نامه امریکايي درمل جوړونکې کمپنۍ په امریکا کې د کوېډ ۱۹ د واکسین د انساني ازمېښت وروستی پړاو پیل کړ.‌

د یادې کمپنۍ د ساینسي برخې مشر ډاکټر پاول سټافلز د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبریالانو ته وویل، دغه یو ډوز واکسین د امریکا په ۲۱۵ بېلا بېلو برخو همدارنګه په ارجنټاین، برازیل، چیلي،‌ کولمبیا، مکسیکو، پېرو او جنوبي افریقا کې ۶۰۰۰۰ ګډونوالو ته ورکول کېږي.‌

ډاکټر سټافلز وویل،‌ چې جانسن انډ جانسن وروسته له هاغې د واکسین د ازمېښت وروستی پړاو پیل کړ چې په امریکا او بلجیم کې یې د لومړني‌ او دوهم پړاو پر وخت مثبتې پایلې ولیدلي.‌

د جانسن انډ جانسن لخوا جوړ شوی واکسین څلورم واکسین شو چې په پراخه کچه یې په امریکا کې د دریم پړاو ازمېښت پیل شو.

تر دې مخکې، مډرنا، اسټرا زېنېکا، او د فایزر او د جرمني د بایوټېک کمپنۍ لخوا په ګډه د جوړ شویو واکسینونو دریم پړاو ازمېښت پیل شوی وو.‌

څلور واړه واکسینونه د ټرمپ د ادارې لخوا د واکسین جوړولو د چټک پروګرام په ملاتړ په دې هیله جوړ شوي‌ دي چې د ۲۰۲۱ کال تر جنورۍ پورې به یې ۳۰۰ میلیونه ډوزه تصویب شوي واکسینونه خلکو ته تیار شي.‌

د جانسن انډ‌ جانسن لخوا تیار شوی واکسین له نورو دریو څخه یوه ښېګڼه لري چې دا واکسین په یو ډوز کې ورکول کېږي او نور درې واړه په دوو ډوزونو کې.

همدا ډول د جانسن انډ‌ جانسن واکسین په ډېرې سړې تودوخې کې هم نه ساتل کېږي او له همدې امله یې پراخ واکسین ورکول اسانه دي.‌

د امریکا ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جانسن انډ‌ جانسن لخوا دغه اعلان په ټویټر باندې وستایه.

ټرمپ لیکلي، "غټ خبر. ګڼې سترې کمپنۍ غوره پایلې ترلاسه کوي."

هغه ویلي،‌ اوس به د امریکا د خوړو او درملو اداره ګوي چې کوم واکسین ته د وروستي واکسین په توګه اجازه ورکوي.

په امریکا کې په کورونا وایرس باندې د اخته کسانو شمېر له ۷.۱ میلین او په ټوله نړۍ کې له ۳۲ میلینو څخه زیات شوی دی.

دغه ډول په امریکا کې په کورونا باندې له ۲۰۶۰۰۰ او په ټوله نړۍ کې له ۹۸۲۰۰۰ څخه زیات کسان مړه شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG