لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

خلیلزاد: که په افغانستان کې تشدد کم نه شي حکومت او طالبانو دواړو ته به یې لوی زیان وي


واشنګټن ــــ د افغان سولې لپاره د امریکې ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد وایي، امریکا به د افغانستان په هر ډول شرایطو کې، د خپلو ګټو ساتنه وکړي او دا اجازت به ور نه کړي چې په افغانستان کې د 1990م کلونو حالات بیا تکرار شي او افغان مشران هم باید هغه کار بیا تکراریدو ته پرې نه ږدي.

خلیلزاد د سپټمبر په 24مه د ویډیو کانفرانس له لارې په واشنګټن کې د سولې انسټیټیوټ له خوا په قطر کې د روانو خبرو په هکله یو انلاین بحث ته وینا وکړه او د سولې په اړوند وروستي‌ جزیات یې شریک کړل او د دې پروسې په هکله یې د خلکو پوښتنو ته ځوابونه وویل.

خلیلزاد وویل چې د امریکې او ناټو په ګډون نړیوال د بین الافغاني خبرو د روانې پروسې ملاتړي دي.

په دې بحث کې د سولې انسټیټیوټ بورډ اف ډایرکټر سټېفان هیډلي او د ګډونوالو له خوا ډیرې پوښتنې وشوې. د غونډې موډریټر د ښاغلي خلیلزاد د تېرې اونۍ ټویټ په هکله وپوښتل کوم چې هغه په خپله هم په افغانستان کې د افغان ځواکونو او ولسي وګړو پر وړاندې د تشدد زیاتېدو تایید کړی وو.

ښاغلي خلیلزاد وویل که څه هم تشدد زیات دی خو طالبانو په مرکزي ښارونو او کابل کې حملې کمې کړي خو نه یوازې یو لور ته بلکې له دواړو خواوو څخه ادعاوې کیږي چې د یو بل پر ضد حملې کوي.

زلمي خلیلزاد وویل د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د تېر کال د وروستيو‌ شپږو میاشتو په پرتله تشدد کم شوی. هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې داعش او داسې نورې وسلوالې ډلې هم شته چې د سولې غوښتونکې نه دي او د تشدد په زیاتوالي کې لاس لري.

خلیلزاد زیاته کړه "که تشدد په همدې کچه دوام ولري نو بیا د سولې خبرې بې اعتباره کیږي او خلک له دې پروسې نا هیلې او بې باوره کیږي او دا به دواړو خواوو ته لوی زیان اړوي".

له خلیلزاده وپوښتل شول: څه ثبوت لري چې طالبان دې خبرو ته جدي (سنجیده) دي؟ هغه وویل، "د طالبانو له خوا د سولې په خبرو کې په جدي توګه ګډون او د خپلو مهمو مشرانو دوحې ته استول او نورې هڅې دا ثابتوي چې طالبان په دې پروسه کې جدي ګامونو اخیستو ته تیار دي".

د دې آنلاین بحث ګڼ شمېر لیدونکو د ښځو د حقونو په اړه پوښتنې وکړې. ښاغلي خلیلزاد دې پوښتنې ته نېغ په نیغه ځواب و نه وایه چې ولې د طالبانو د سولې په مذاکراتي ټیم کې ښځې نه دي شاملې خو ویې ویل، طالبانو ته یې ویلي‌ چې نننی افغانستان یعنې یو پرمختللی افغانستان باید قبول کړي. هغه وویل:

"امریکا د ښځو د حقونو په اړه جدي ده او پکار دی چې د هغوی‌ نړیوال بشري حقونه په پام کې وساتل شي، امریکا به په راتلونکي کې هم د ښځو حقونو د خوندي ساتلو لپاره ځینې ګامونه په پام کې ونیسي".

د امریکايي سرتېرو د ایستلو په اړه په افغانستان کې د امریکايي ځواکونو قوماندان، جنرال کېنت مېکنزي خبرو ته په اشارې چې د نومبر میاشت کې به د امریکايي سرتېرو شمېر 4,500 ته را کم کړي، خلیلزاد وویل له طالبانو سره یې په تړون کې شرطونه واضح دي چې له ترهګرۍ او ترهګرو سره اړیکې بندول، بین الافغاني خبرې پیلول او دایمي اوربند دی او که دا شرطونه پوره نه شول نو دا کار ځنډولای هم شي.

هغه وویل که امریکا غوښتل خپل عسکر له افغانستانه وباسي د چا اجازې ته یې اړتیا نه لرله خو امریکا غواړي په افغانستان کې ارامي او باعزته سوله راشي.

هغه دا هم وویل چې تر 1990م کال وروسته او د افغانستان تر شل کلنې جګړې وروسته دا لومړی او مهم ګام دی چې دواړه خواوې نېغ په نېغه خبرو ته کښېني.

د بین الافغاني خبرو اترو پیل کیدل د فبرورۍ په وروستیو کې د امریکا او طالبانو ترمنځ د هوکړه لیک اساسي او مهم شرط وو.

پداسې حال کې چې خبرو اترو ته رسیدل یوه ستونزمنه لاسته راوړنه وه ، په ځینو لارو کې ریښتینې ننګونې یا چېلنجونه هم پیل شوي لکه په قطر کې بین الافغاني مذاکراتو نزدې لس ورځې مخکې پرانېستل شول، خو تر اوسه مذاکرات په عملي توګه نه دي پیل شوي او دواړه اړخونه یوازې د مذاکراتو په اجنډا، تګلاره او نورو مقدماتي جزییاتو په بحث لګیا دي.

په افغانستان کې په وروستيو کې د تشدد پېښې نورې سېوا شوي. پرون هم د افغانستان په جنوبي ولايت ارزګان کې طالبانو په امنيتي پوستو بریدونه کړي چې پکې د چارواکو په وینا 28 پوليس وژل شوي دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG