لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

عمران خان: پاکستان د افغانستان د سولې په عمل کې په بشپړ ډول سهولت کارۍ مطمئن دی


د پاکستان وزیراعظم عمران خان ويلي، پاکستان د افغانستان د سولې په عمل کې په بشپړ ډول سهولت کاري کړې او پاکستان مطمئن دی چې د خپلې برخې زمه واري يې پوره کړې ده.

عمران خان د ملګرو ملتونو 75م غونډې ته په ويډيوي وېنا کې وويل، د افغانستان د سولې د عمل په لړ کې د پاکستان سهولت کاري په 29م فرورۍ وليده شوه چې د امریکا او طالبانو ترمنځ موافقنامه وشوه.

هغه وويل، افغان مشرانو له پکار ده چې د سولې د دې تاريخې موقعې نه ګټه پورته کړي او ټول فريقېن چې په 12م ستمبر يې ترمنځ بېن الافغاني خبرې روانې شوي پکار ده چې د يوې کوټلې تګلارې او ټولو د ګټې سياسي حل لاره را اوباسي.

د پاکستان وزيراعظم زياته کړه لازما د افغانستان د سولې عمل دې د افغانانو ترمنځ او د دوی په مشرۍ کې وشي، نه دې پکې بهرنۍ لاس وهنه وي او نه دې پرې بهرنی اثر وي.

عمران خان وويل د افغان کډوالو د بيرته ستنولو عمل دې هم د روغې د سياسي حل برخه وګرځول شي.

د نوموړي په وېنا نزدې د دوه اوونيو د جګړې وروسته اوس اړينه ده چې په افغانستان کې دننه او بهر نه اړی ګړی يا ورانی جوړؤنکو ته اجازه ور نه کړی شي.

عمران خان وويل په افغانستان کې سوله او ثبات به په سيمه کې د پرمختګ او سيمې د اړیکو دپاره نوې لارې پرانيزي.

نوموړي دغه خبرې په داسې حال کې کړي چې پرون د جمعې په ماښام ارګ ویلي، افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ټيليفون خبرې کړي او د دواړو هېوادونو د اړيکو، سولې د پروسې او په افغانستان کې د اوربند په ټينګښت يې خبرې اترې کړي دي.

عمران خان د ملګرو ملتونو غونډې ته په وېنا کې په هند تور لګولی چې په سرکاري توګه اسلاموفوبیا ته وده ورکوي د هند په حکومت يې ټکونه کړي او ويلي يې دي هند د 72 کلونو راهسې په کشمیر کې هلته د ولسي خوښې پرته قبضه کړې ده.

هغه په نړۍ غږ کړی چې د نړيوالو ادارې د لارې دې په کشمیر کې د بشري حقونو د سرغړونې کولو پلټنې وکړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG