لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د افغانستان د حکومتي مذاکراتي ډلې او طالبانو ترمنځ په ناسته کې په کاري اصولو خبرې شوي


په دوحه کې د افغانستان د حکومت د سولې د مذاکراتي ډلې او طالبانو ترمنځ په ناسته کې په اختلافي موضوعاتو او د سولې د کاري اصولو يا طرز عمل په اړه خبرې اترې شوي دي.

د ناستې په اړه د افغان حکومتي مذاکراتي ډلې غړي او ویاند نادر نادري ویلي په ناسته کې په اختلافي موضوعاتو بحث شوی او دا به دوام ولري.

په قطر کې د طالبانو د سياسي دفتر وياند محمدنعيم هم د مذاکراتي ډلو د ناستې ويلي دي.

هغه ويلي د اتوار/ يکشنبې په ماښام د افغان حکومتي او طالبانو د مذاکراتي ډلو ناسته شوې ده.

د طالبانو د وياند ترمخه په ناسته کې د کاري اصولو يا طرز عمل اړونده موضوعاتو باندې بحثونه وشو او زیاته کړې يې ده دغه ډول ناستې به دوام ولري ترڅو د کاري اصولو په اړه يو توافق رامنځته شي او د هغې وروسته د مذاکراتو د ايجنډې په اړه بحثونه پېل شي.

په قطر کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ په 12م ستمبر رسمي خبرې پېل شوي او تراوسه پورې د بېن الافغاني مذاکراتو دپاره په اصولو وضع کولو ناستې روانې دي.

په داسې حال کې چې په قطر کې د افغان حکومتي استازو او طالبانو ترمنځ خبرې رواني دي افغان مشرتابه وايي د طالبانو لخوا د تاؤ تريخوالي کچه نوره لوړه شوې ده.

دغه خبره پرون افغان ولسمشر اشرف غني د ملي امنيت په غونډه کې کړې ده.

"په قطر کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت او طالبانو ډلې تر منځ د سولې مخامخ مذاکراتو بهیر پیل شوی او خلک سولې ته هیله من شوي، خو په خواشینۍ سره چې طالبانو د تاوتریخوالي کچه لوړه کړې او دا خلکو ته د منلو وړ نه ده".

اشرف غني بيا بيا په طالبانو غږ کړی چې اوربند وکړي خو د خبرو پېل کېدو باوجود تراوسه اوربند نه دی شوی.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG