په شمالي وزیرستان کې د هدفي وژنو لړۍ دوام لري او په یوه بله پېښه کې پولیس وايي د نامالومه کسانو په ډزو کې یو ځائی تن وژل شوی دی.
پوليس وايي وژل شوی تن محمد یاسین خان نومیږی او تېر ماښام هغه وخت په ډزو وژل شوی چې د میرعلي سب ډویژن د قمرخېل کلي نه خپل کلي خېدرخېلو ته د سورلو په ګاډي کې روان ؤ.
د ميرعلي تاڼې يو پوليس چارواکی منېراحمد وايي پولیس په خپل مدعیت کې د نامالومو کسانو پرضد مقدمه درج کړې او پلټنې يې پېل کړي دي.
د یاسین کورنۍ وايي دوی په چا دعوه نه لري.
د وژل شوي تن د کورنۍ يو غړي ملک دریا خان وويل ياسين د ملېشې ځواک نه ریټايرډ ؤ او اوس يې په کلي کې خواري کوله.
د هغه په خبره په وزیرستان کې هره ورځ د تورو شیشو د ګاډو نه د عامو خلکو وژنې کیږي او دا هم دغه ډول یوه پېښه ده او باید حکومت په دې پېښه کې ککړ کسان مالوم کړي.
ځايي خلک او په خپله چارواکی مني چې یوازې سږ کال په شمالی وزیرستان کې د هدفي وژنو دا 31م پېښه ده وروستۍ پېښه هم دوه اوونۍ وړاندې په میرعلي سیمه کې شوې وه چې پکې د صحت د څانګې یوه کارمنده ناهید ګل وژل شوې وه.
د يادې پېښې پرضد په ټولنيزو رسنيو او په خپله په شمالي وزیرستان کې سخت احتجاجونه شوي وو. او دا یې په وزيرستان کې د ښځو په تعلیم، نوکرۍ او پرمختګ برید یاد کړی ؤ.
په شمالي وزیرستان کې په کال 2014 کې د تندلارو وسله والو پرضد ضرب عضب نومي پوځی عملیات شوي او که څه هم حکومت او پوځ ادعاوې کوي چې د دې عملیاتو وروسته په علاقه کې امنيت په ځای کړی شوی خو په علاقه کې بيا هم وخت په وخت په امنيتي سرتيرو بريدونه کيږي او ورسره د هدفي وژنو پېښې هم رامنځته کيږي.
په وروستيو کې ځينې داسې خبرونه هم مخې ته راغلي چې په علاقه کې د تاوان دپاره تښتونې پېل شوي دي.
په شمالي وزيرستان کې د اتمانزو قامي جرګې په وروستيو کې ويلي چې دلته د تندلارو وسله والو پرضد د عملياتو او د امنيت د دعوې سره خو نه په علاقه کې امن په ځای شوی او نه د امن راوستو د دعوې سره کډوال بيرته راستانه کړی شوي دي.
جرګې له حکومت نه غوښتنه کړې که تحفظ نشي ورکولی بیا دې د سیمې امنیت قام ته وسپاری.
خو د شمالي وزيرستان د پوليس مشر (ډي پي او) شفيع الله ګنډاپور وايي، دا علاقه چې په صوبه کې ورګډه شوې د هغې وروسته په علاقه کې د تېر په څېروژنې نه کيږي حالات ټول په قابو کې دي وايي په علاقه کې امنيت په ځای کول د دوی زمه واري ده او دوی به خپله زمه واري په هر ډول پوره کوي.