لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ولسمشر ټرمپ او میلانیا ته پر کورونا وایرس ور پورې کېدو د نړیوالو مشرانو غبرګون


واشنګټن ــــ د امریکې ولسمشر ډونالډ ټرمپ او لومړۍ مېرمن میلانیا ټرمپ ته د کورونا وایرس د ور پورې کېدو د خبر له راتلو وروسته یو شمېر نړیوالو مشرانو غبرګون څرګند کړی او هغوی ته یې د روغتیا غوښتنه کړې ده.

د امریکا مرستیال ولسمشر مایک پینس او مېرمن یې کېرن، په یوه ټویټر پیغام کې د ولسمشر ټرمپ او مېرمنې لپاره یې د ښې روغتیا هیله ښودلې ده.

د امریکې د ولسمشرۍ ټاکنو په ځغل کې د ولسمشر ټرمپ سیال ډیموکرېت جوبایډن چې تل یې د انتخاباتي سیالیو په لړ کې پر ښاغلي ټرمپ د کورونا واېرس د مخنیوي اړوند نیوکې کړې دي، پر خپل ټویټر ولسمشر ټرمپ او د هغه مېرمنې ته یې د ښه صحت او رغېدو هیلې څرګندې کړي.

ښاغلی جوبایډن په تېرو ورځو کې د امریکې د ولسمشرۍ ټاکنو لپاره له صدر ټرمپ سره په لومړۍ مناظره کې یو ځای برخه اخیستې وه او صدر ټرمپ ته تر کرونا وایرس ور پورې کېدو وروسته یې طبي معاینه کړې وه چې وایي نتیجه یې منفي راغلې او دا وایرس ده او د ده مېرمنې جیل بایډن ته نه دی ور پورې شوی.

د پاکستان وزیراعظم عمران خان هم پر خپل ټویټر لیکلي، دعا کوي چې ډونلډ ټرمپ او مېرمن یې ژر له کوویډ - 19 ناروغۍ ورغېږي.

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني هم د ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمنې د کوویډ- 19 د مثبتو نتیجو په خبر باندې غمرازي او اندېښنه څرګنده کړې ده. ښاغلي غني د دواړو لپاره د ښه صحت دعاګانې او هیلې وړاندې کړې.

بل لور ته د هند وزیراعظم نرېندرا مودي هم د خپل ټویټر له لارې د ښاغلي ټرمپ او میلانیا ټرمپ د ژر رغېدو او ښه صحت لپاره هیله څرګنده کړې ده.

د برتانیا وزیراعظم بورېس جانسن پر ټویټر لیکلي:

"د ولسمشر ټرمپ او لومړۍ مېرمنې لپاره نیکې هیلې. هیله من یم چې دوی دواړه به ژر له کورونا وایرسه روغ شي".

د اسرایل د وزیراعظم بنیامن نتنیاهو په ګډون یو شمېر نورو نړیوالو مشرانو هم د ولسمشر ټرمپ او د هغه د مېرمنې لپاره د ښې روغتیا هیله څرګنده کړې.

د 74 کلن ولسمشر ټرمپ او د هغه د مېرمنې روغتیايي حالت دا وخت ښه ګڼل کېږي او ځانونه یې کورنټین کړي دي خو د هغه د عمر د زیاتوالي له کبله دا ناروغي ورته زیانمنه بلل کېږي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG