واشنګټن ــــ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ په کرونا وایرس له اخته کېدو وروسته د جمعې په ورځ ناوخته د هسپتال نه په یو ټوېټ کې ویلي "فکرکوم زما صحت ښه دی. ستاسو د ټولو ډېره مننه. له تاسو ټولو سره مینه لرم".
د صدر ټرمپ ځانګړي ډاکټر، ډاکټر سیان کونلي بیا د جمعې په ورځ د وایټ هاوس پریس سېکرټري ته په لېږلې یوه پیغام کې ویلي "زه نن ماښام د دې خبرې په رپوټ کولو ډېر خوشحاله یم چې د صدر ټرمپ صحت ښه دی. هغه ته د اضافي اکسېجن هیڅ ضرورت نشته، خو د یو ماهر ډاکټر سره د مشورې وروسته مونږ هغه ته د ریمډاسیور علاج شروع کړی. هغه خپل لومړی خوراک پوره کړی او دا وخت ارام کوي".
صدر ټرمپ د واېټ هاوس نه په یو هیلي کاپټر کې نژدې پوځي هسپتال ته د جمعې په مازیګر وړل شوی چې امکان دی هغه به هلته څو ورځې تېروي. صدر ټرمپ هیلي کاپټر ته د ختلو په وخت خبریالانو ته لاس خوځولی. د واشنګټن سره نژدې د مېريلېنډ ایالت په بېتسډا ښار کې په والټرریډ پوځي روغتون کې د صدر د علاج لپاره ځانګړی ځای دی.
کله چې د صدر ټرمپ وړونکی هیلي کاپټر په دغه هسپتال کې کوز شو نو هغه تر یو ګاډي پورې پخپله په پښو لاړ او بیا د هسپتال تر لویې دروازې په ګاډي کې لاړ. د واېټ هاوس پرېس سېکرټري په یو بیان کې ویلي:
"د احتیاط په خاطر او د هغه د ډاکټر او نورو ماهرینو د وړاندیزونو وروسته به صدر د والټرریډ هسپتال د صدارتي دفتر نه د راروانو څو ورځو پورې کار کوي".
هسپتال ته د 74 کلن صدر ټرمپ د تلو له وجې به په امریکا کې د هغه واک نایب صدر مایک پېنس ته نه انتقالیږي. د سپینې ماڼۍ د خبر له مخې مایک پېنس دا مهال په خپل سرکاري کور یو اېس نېول ابزرویټري کې دی.
د سپېنې ماڼۍ د پرېس سېکرټري مک ناني په وینا "د صدر ډانلډ ټرمپ حوصله اوچته ده. په هغه کې د کرونا علامات لږ دی او ټوله ورځ یې خپل کارونه په عادي توګه کړي دي".
د امریکا صدر او د هغه مېرمنې مېلانیا ټرمپ ته د کرونا وایرس له ور پورې کېدو وروسته د 24 ساعتونو نه په کم وخت کې صدر ته د جراثیم وژونکې دوا زورور خوراک ورکړل شوی چې له کبله یې د هغه په بدن کې انفیکشن په تېزۍ کم شوی او وایي دې علاج د وایرس په مخنیوي کې مرسته کړې ده.
مطبوعاتي رپورټونه د ځینو سرچینو له خوا وايي چې د امریکايي صدر تبه وه، یخني یې کېدله او په سر یې هم درد وو. د صدر د ډاکټر په وینا د صدر ټرمپ مېرمن یواځې لږ ټوخېده او په سر یې درد وو، خو د کورنۍ نور غړي یې ټول روغ دي او د کرونا ټیسټونه یې منفي راغلي.
د امریکا صدر په نومبر کې تر کېدونکو صدارتي انتخاباتو یوه میاشت وړاندې ناروغه شوی. په دغو انتخاباتو کې د هغه مخالف د ډیمو کرېټ ګوند صدارتي کاندید جوبایډن د جمعې په ورځ ویلي:
"د صدر ټرمپ او لومړۍ میرمن د ښه صحت او رغېدو لپاره دعا ګانې کومه، د صدر ټرمپ د کرونا نتیجه مثبته راتلل دا خبره مونږ تولو ته رایادوي چې مونږ دغه وایرس ډیر جدي یا سنجیده وګڼو".
د نهې- سه شنبې په ورځ د اوهایو په کلیولېنډ کې د لومړۍ مباحثې په وخت صدر ټرمپ او جوباېډن د یو بل نه څلور میټره لرې ولاړ وو. جوبایډن تېره ورځ ویلي چې د هغه د کرونا ټیسټ منفي راغلی. په مشيګن کې تېره شپه د خبرو په وخت پخواني نایب صدر د خبرو په وخت ماسک په مخ کړی وو او یو ځل بیا یې په قامي سطح د ماسکونو په مخ کولو غږ وکړ او زیاته یې کړه چې د ماسکونو په مخ کولو سره په سل ورځو کې یو لک کسان ژغورل کېدای شي.