لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کورونا وبا د ترکیې سیاحت سخت زیانمن کړی خو ښارونه اوس بېرته پرانیستل شوي


واشنګټن ــــ له څو میاشتو قرنطین وروسته د جولای په پای کې د ترکیې حکومت د سېلګرو پر مخ دروازې پرانیستې او ټول کاروبارونه یې د احتیاطي تدابیرو په پام کې نیولو سره بېرته پیل کړل. انټالیا چې د ترکیې سوېلي ښار دی په ګڼ شمېر کې سیلانیان ورته راځي.

د ترکیې د کلتور او سیاحت وزیر وویل داسې هیڅ بل هیواد نه شته چې د ترکیې په څېر د سیاحت په لړ کې یې باوري ګامونه اخیستي‌ وي، خو ‌ په دې ښار کې اوسېدونکې یوه دکانداره قونود وايي کاروبارونه یې ښه نه چلیږي:

"زه له سیریې (شام) څخه راغلې یمه او اوس دلته کار کوم، خو د کوویډ-۱۹ له کبله زمونږ کاروبار ډېر زیانمن شوی".

په ښار کې دننه هر دوکان یا رسټورنټ ته تر ننوتلو مخکې تبه کتل کیږي او لاسونه په سېنیټایزرز مینځل کیږي. همدا راز په ټولو ځایونو کې د بسونو په شمول د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر احتیاطي ګامونه او شپږ فوټه فاصله لرل په پام کې نیول کیږي.

د ترکیې په انتالیه ښار کې په ګڼ شمېر کې سیلانیان لیدل کیږي او هر یو یې د دې ښار د ښکلاګانو، شاپنګ مالونو، بازارونو او خوراکونو څخه خوند اخلي.

د ترکیې د انتالیا ښار.
د ترکیې د انتالیا ښار.

د کورونا وایرس د مخنیوي په خاطر د ترکیې حکومت د سپټمبر له 30مې نېټې د ترکیې له ټولو اوسېدونکو د (حیات ایف سیګار) په نوم یو اپلیکشن کې رجسټرېشن غواړي. دغه اپلیکشن یو کوډ ورکوي چې د هغه کوډ په ښودلو خلک کولی شي له عامه ټرانسپورټ لکه بس او مېټرو څخه کار واخلي. همداراز په هوټلونو، هوایي ډګرونو او ګڼ شمېر نورو ځایونو کې د دغه کوډ غوښتنه کیږي.

د ترکیې د سیاحت ویبپاڼې د معلوماتو له مخې ترکیې ته هر کال 43 میلینه سیلانیان راځي، خو د دې هیواد د کلتور او سیاحت د وزارت د شمېرو له مخه د کورونا وبا او قرنطین له کبله د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې یوازې 4.5 میلینه سیلانیان راغلي او په راتلونکو میاشتو کې به دا شمېر زیاتیږي.

په ترکیه کې دا مهال د کورونا وایرس د اغېزمنو کسانو شمېر تر درې لکه 36000 هم اوښتی او شاوخوا 9,500 کسان له دې ناروغۍ مړه شوي. د نړۍ په کچه په دې رنځ دا مهال تر 35 میلیونه پینځه لکه او 33 زره هم زیات کسان اخته دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG