لاس رسیدونکی لینک

 
په جنوبي او منځنۍ اسيا کې د داعش خطره سېوا کیږي، فارن پاليسي
تازه خبر

په جنوبي او منځنۍ اسيا کې د داعش خطره سېوا کیږي، فارن پاليسي


د امریکې فارن پاليسي مجلې په خپل يو راپور کې ویلي، چې داعش په جنوبي او منځني اسيايي هېوادونو کې نوې خطره جوړیږي او په دې ترهګره ګرځول شوې ډله کې اوس د منځنۍ اسيا او هند سره تعلق لرونکي تندلاري هم شاملیږي.

په جنوبي اسيا کې پاکستان، افغانستان، هند، بنګله دېش، سري لنکا، مالديپ، نيپال او بوټان، او په منځنۍ اسيا کې قازقستان، کرغزستان، تاجکستان، ترکمانستان او ازبکستان شامل دي.

د مجلې د راپور ترمخه څيړونکي په دې خیال دي چې د ښي اړخ سره تعلق لرونکي انتهاپسند په ترهګرۍ کې کارېدی شي.

مجلې ویلي روان کال د اګست په مياشت کې په جلال اباد کې په جېل باندې ترسره شوي د داعش خراسان په بريد کې افغان، پاکستاني او تاجک تندلاري شامل وو.

په جلال اباد کې د اګست د میاشتې په لومړو کې په جېل د بريد زمه واري داعش منلې او په دغه بريد کې د نيويارک ټایمز ترمخه 29 کسان وژل شوي او 48 نور ژوبل شوي وو.

په وژل شوؤ او ژوبلو کې عام خلک، بنديوان او امنيتي سرتيري هم شامل وو. ويل شوي ؤ په جېل د بريد په مهال ځينې بنديوان تښتېدلي هم وو.

د مجلې په راپور کې دا هم ويل شوي چې داعش په کابل کې د سيکانو د عبادت په ځای هم بريد کړی ؤ.

د روان کال د مارچ په میاشت کې په کابل کې د سيکانو په عبادتخانه بريد کې 25 کسان وژل شوي وو، داعش د دې بريد زمه واري منلې وه.

څيړونکي وايي داعش په افغانستان، جنوبي او منځنۍ اسيا کې خطره جوړېدی شي خو ځينې بيا په دې نظر دي که د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ روغه جوړه کيږي نو د داعش دپاره به په افغانستان کې پاتې کېدل ممکن نه وي.

په عېن حال کې چې په قطر کې په 12م ستمبر د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې روانې شوي، ورسره په افغانستان کې د تشدد پېښې هم دوام لري او د امریکا په ګډون افغان حکومت په ملک کې د تشدد په کمولو ټینګار کوي.

د افغانستان د سولې د خبرو دپاره د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د ستمبر په 24مه د ویډیو کانفرانس له لارې په واشنګټن کې د سولې انسټیټیوټ له خوا په قطر کې د روانو خبرو په هکله یو انلاین بحث کې ويلي ؤ داعش په او داسې نورې ډلې په افغانستان کې شتون لري او دوی په دغه هېواد کې د تشدد په زیاتوالي کې لاس لري.

د روان کال اګست په مياشت کې د ترهګرۍ د مخنیوي دپاره د ملګرو ملتونو د ادارې مشر ولادیمیر ورون کوف ويلي ؤ داعش په ټوله سیمه کې د خپلو پښو مضبوطولو دپاره افغانستان پکارول غواړي او د هاغو وسله والو پام هم ځان ته راړول غواړي چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې پلوي نه دي.

د فارن پاليسي دغه راپور په داسې حال کې مخې ته راغلی چې په وروستيو کې په افغانستان کې د داعش د ځينې مشرانو د وژلو او نيولو دعوې شوي خو ورسره داعش د ځينو بريدونو زمه وارۍ هم منلي دي.

د مې په میاشت کې افغان چارواکو ويلي ؤ د جنوبي اسيا او د لرې مشرق دپاره د داعش ترهګرې ډلې مشر ضیآ الحق چې په شیخ ابوعمر الخراساني مشهور دی نیول شوی دی، د دې عملیاتو په نتیجه کې د جنوبي اسيا د داعش ډلې د عامه اړیکو مسؤل صهېب او د استخباراتو مسؤل ابوعلي د نيولو هم ویلي ؤ.

په اګست 2019م کې داعش ويلي ؤ چې په بنګله دېش کې وجود لري.

د وي او ای د خبر ترمخه د اته دقيقو (منټونو) په ويډيو کې داعش ويلي ؤ چې په عراق، شام، افغانستان او ميانمار کې په مسلمانانو ظلم روان دی او د هغې د مخنيوي دپاره جهاد له تلل ضروري دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG