لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

حیدر هوتي:‌ که اسد اڅکزی ژر خوشي نه شي زموږ ګوند به اخري ګام اخیستو ته اړ شي


واشنګټن ــــ د عوامي نېشنل ګوند یو مرکزي مشر او د قومي اسمبلۍ غړی امير حېدر خان هوتي په کوټه کې یوې خبري غونډې ته په وینا کې د بلوچستان له حکومت او ملکي ادارو د عوامي نېشنل ګوند د ايالتي وياند اسد خان اڅکزي د ژر او سلامت موندلو غوښتنه وکړه.

حیدر خان هوتي خبرداری ورکړ او ویې ویل تر دې لمخه چې د بې درکه اسد خان کورنۍ يا د دوی ګوند اخري ګام اخيستلو ته اړ شي رياستي او حکومتي ادارو دې هغه ژر تر ژره او روغ رمټ و مومي:

"زه به اسد خان لادرکه کسانو کې وشمېرم، ولې چې موږ ته د هغه هيڅ درک نه شته چې چېري دی او په څه حال دی؟ له چا سره دی او تر نن ورځې پورې نه له عوامي نېشنل ګوند او نه د هغه له کورنۍ سره چا تماس نيولی، موږ تر ټولو په دې زيات خفه يو چې هغه د بډوګو ناروغه دی هغه ته د دوايي او زيات خيال ضرورت دی".

د اې اين پي بلوچستان وياند اسد خان اڅکزی د ستمبر پر 29مه له کوټې سره نيژدې لادرکه شوی دی، په دې حقله مو د بلوچستان حکومت له ايالتي وياند لياقت شاهواني سره د موبايل فون له لارې حال ونيو خو هغه څه جواب ونه وایه.

امیرحیدر هوتي وویل د پاکستان د نورو صوبو غوندې په بلوچستان کې هم ګڼ شمېر خلک بې درکه دي چې له کبله یې د هغوی کورنۍ، ملګري او ګوندونه تر سخت اذیت تېرېږي او وایي هیڅ یوه اداره دا حق نه لري چې څوک غیرقانوني ونیسي او له ځان سره یې وساتي:

"که د ملک په هره برخه کې وي له پولیس، ایف ای اې او ترهګرۍ ضد ادارې پرته هیڅ یوه اداره دا حق نه لري چې په غیرقانوني توګه څوک ونیسي، دغه ادارې که یې نیسي هم باید له قانون او عدالتي نظام سره سم یې ونیسي، که څوک غیرقانوني ګرفتارۍ کوي حکومت به یې ذمه وار وي".

تر اوسه نه د پاکستان کومې امنیتي ادارې د اسد خان د نیولو او له ځانه سره ساتلو دعوه کړې ده او نه یې هم کوم بل چا د تښتولو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

امير حيدرخان هوتي په خبري کانفرنس کې وويل عوامي نېښنل ګوند پريکړه کړې چې په ملک کې د اين او قانون او جمهوريت د بقا لپاره به د دوی ګوند د اپوزيشن ګوندونو له نوي جوړ شوي سياسي اتحاد پاکستان ډيموکريټک موومنټ سره تر اخيره اوږه په اوږه ولاړ وي:

"زموږ مقصد دا نه دی چې يو دې چوټي کړو او بل حکمران راولو، زموږ د اتحاد غوښتنې او مقصد د ملک حقيقي ستونځې او مسلې دي لکه د صوبواختيار، اتلسم ترميم ، د وسايلو تقسيم، د پارليمان بالادستي، د بنيادي انساني حقونو خونديتوب، غيرجانبداره نېب، د آيین تحفظ، د ملک ټولې ادارې په خپلو حدودو کې کار کول، په صحيح معنا دوامداره جمهوريت او داسې نور شيان به زموږ د غوښتنو د لسټ برخه وي".

حيدر خان هوتي په افغانستان کې د طالبانو او افغان حکومت تر ميان د روانو مذاکراتو په حقله د پاکستان د کردار ستاينه وکړه او و يې ويل چې پاکستان دې نور هم مثبت رول پکې ولوبوي. ښاغلي هوتي پر اوسني مرکزي حکومت ږغ وکړ چې د هندوستان په څېر دې له افغانستان سره هم ټولې لارې د تګ راتګ او کاروبار لپاره خلاصې کړې، وایي دا به يواځې د افغانستان او پاکستان د حکومتونو لپاره نه د عوام لپاره به هم زياته ګټه ولري.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG