لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان حکومت: طالبان نه سولې ته ژمن دي، نه د خلکو او نړیوالو غوښتنې ته ارزښت ورکوي


کابل ــــ د افغان ولسمشر ویاند صدیق صدیقي په کابل کې خبري غونډې ته وویل افغان حکومت پر هلمند د طالبانو بریدونه په کلکه غندي او د دې بریدونو معنا دا بولي چې طالبان د افغانانو هغه غوښتنه نه مني چې د تلپاتې سولې لپاره یې لري.

ښاغلی صدیقي وایي دوی د جګړې پر پای ته رسولو ټېنګار کوي خو د طالبانو وروستي بریدونه او هغه ورانی چې دوی ولسي ځایونو ته اړولي د دې لامل کیږي چې د افغانستان خلک د سولې له روان بهیره ناهیلي شي.

د هلمند امنیه قوماندان خلیل الرحمن جواد رسنیو ته په یو ویډيويي پیغام کې کې ویلي، چې د کندهار، فراه، اروزګان او د هلمند له شمالي سیمو طالبان را ټول شوي وو او د هلمند د نیولو پلان یې درلود:

"وسلوالو د هلمند د نیولو ډله ییز پلان درلود چې ځینې سیمې لکه باباجي او نادعلي ونیسي خو بریالي نه شول. امنیتي ځواکونو په ځینو ځایونو کې تکتیکي پرشاتګ وکړ خو طالبانو ته تاوان ورسېد"

دا چې په دې وروستیو کې جګړې شدت موندلی خو تراوسه ملامت او سلامت معلوم نه دی، خو افغان حکومت او وسلوال طالبان د جګړې د شدت په اړه یو بل ته ګوته نیسي، خو اوس پوښتنه دا ده چې یو خوا د سولې بین الافغاني خبرې او بل خوا د جګړې دوام په څه معنا دی؟

د سیاسي چارو شنونکی نصرت الله حقپال وايي، د طالبانو د جګړو دلیل دا په ګوته کوي چې دوی وښيي زور لري او افغان حکومت بیا طالبانو ته ښايي، چې تاسو د جکړو له امله نه شئ کولای اهدافو ته ورسیږئ:

"د طالبانو له اړخه د جګړې دلیل د زور او قدرت ښوول دي چې فشار ورباندې واچوي، په مقابل کې افغان حکومت هم په دفاعي حالت کې جګړه او بمباري ورباندې کوي او ورته ښیي چې د دفاع توان لري".

ځینې پخواني طالب چارواکي وايي، که چیرې طالبانو له امریکا سره په تړون کې ژمنه کړې وي، چې پر لویو ښارونو به حملې نه کوي، دوی باید دا خبره تر منځ سپینه کړي.

پخواني طالب چارواکي سید اکبر اغا وي او اې ډیوه ته وویل چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون موارد همداسې نا حل شوي پاتې وي، چې باید امریکا او طالبان سره کښېني او وضاحت ورکړي:

"که چېرې د طالبانو او حکومت تر منځ دا پرېکړه شوې وي چې طالبان به پر ښارونو بریدونه نه کوي نو بیا باید دواړه سره کښېني او دا خبره ملت ته را وباسي او ووایي‌ چې طالبانو د دې پرېکړې سرغړونه کړې ده".

په ورته وخت کې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په هلمند ولایت کې پر وسله ‌والو طالبانو څو هوایي بریدونه کړي دي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ مېلر له قوله ویلي چې وایي اړتیا ده طالبان په هلمند ولایت کې خپل بریدونه سمدستي ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي.

د جنرال مېلر له قوله ویل شوي چې د طالبانو دا اقدام د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر خلاف دی او د افغانستان د سولې روانې خبرې اغېزمنولی شي.

درې ورځې وړاندې وسلوالو طالبانو په هلمند ولایت د لښکرګاه په ښار او یو شمېر نورو سیمو بریدونه وکړل چې په ترڅ کې د لښکرګاه ښار باباجي سیمه د وسلوالو طالبانو لاس ته ولویده.

ها خوا د افغان دولت او طالبانو د تماس ډلو تېره شپه له یو بل سره لیدلي. افغان سولې د مذاکراتي ټیم په ټوېټ کې راغلي، د حکومت د مذاکراتي ټیم د تماس ډلې له مقابل لوري سره ناسته درلوده او ویل شوي په دې ناسته کې د اختلاف پر ټکو جدي خبرې وشوې او هوکړه وشوه چې د حل لپاره یې نورو غونډو ته دوام ورکړل شي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم هم پر ټوېټر لیکلي، چې نن ماښام د بين الافغاني مذاکراتي ټيمونو د تماس ګروپونو تر منځ ناسته وشوه. په ناسته کې د پاتې اختلافي موضوعاتو په اړه بحث وشو او په دې توافق وشو چې ناستې به دوام مومي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG