لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړی منتخب شوی، سعودي عرب پاتې راغلی


پاکستان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړی منتخب شوی او سعودي عرب په دغه سيالۍ کې پاتې راغلی دی، د نهې/ سه شنبې په ورځ د شورا د غړيتوب دپاره رايې ورکړی شوي دي.

د اسيا پېسيفک په څلورو خالي شوؤ چوکيو پاکستان، چين، نيپال او ازبکستان کامياب شوي دي.

د ملګرو ملتونو د شورا د کونسل په 47م غونډه کې په شوؤ ټاکنو کې د چين سره روس، بولاويا، برتانيه، کيوبا، فرانس، ګېبون، آیري کوسټ، ملاوي، مېکسيکو، نيپال، سينيګال، يوکراين او ازبکستان هم غړي منتخب شوي دي.

د دې هېوادونو د غړيتوب نېټه به د 2021م د لومړۍ جنورۍ څخه پېل کيږي او تر درې کالو پورې به د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا غړي وي.

د پاکستان د وزيراعظم دفتر د بشري حقونو د شورا غړی منتخب کېدل غټه سفارتي کاميابي بللې او ويلي يې دي ډېرو هېوادونو د پاکستان ملاتړ کړی او دا په پاکستان د نړيوالو د اعتماد څرګندونه کوي.

په جنېوا کې د بشري حقونو د شورا غړي هغه هېوادونه جوړیږي چې په ملک کې دننه او بهر د بشري حقونو د ودې او ساتنې دپاره لوړ معيار ساتي.

خو د بشري حقونو ډلو په نوؤ منتخب شوؤ غړو کې د حقونو د سرغړونو په لړ د ځينو هېوادونو په غړيو جوړېدو ټکونه کړي دي.

په نيويارک کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د ډلې مشر لوييزچاربونييو ډېر غړي هېوادونه د بشري حقونو د شورا غړي جوړېدل نه ؤ پکار، هغه ویلي په چين کې په غټه کچه د بشري حقونو سرغړونه کيږي.

په چين د ملينونو په شمېره کې د ايغور مسلمانانو د بندي ساتلو تور دی چې نوې زده کړې ورښايي.

دغه ډول په روس هم د بشري حقونو د سرغړونو تورونه لګي.

سعودي عرب د يمن په اوږده جګړه کې ښکېل دی کومې جګړې چې بشري بحران جوړ کړی او د سعودي عرب وليعهد د خبريال خاشقجي د وژنې وروسته په نړيواله کچه د ټکونو سره مخ شوی ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG