لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

څېړونکي: د اوربند امکان نه ښکاري او طالبانو پر حکومت د فشار لپاره تشدد زیات کړی


واشنګټن ــــ په دې وروستیو کې په افغانستان کې جګړې سخت شدت موندلی. په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو ویاند ویلي چې په تېرو دوو ورځو کې یې په هلمند ولایت کې پر وسله ‌والو طالبانو څو هوایي بریدونه کړي دي.

نوموړي په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو د قوماندان جنرال سکاټ میلر له قوله ویلي چې اړتیا ده طالبان په هلمند ولایت کې خپل بریدونه سمدستي ودروي او په ټول هېواد کې تاوتریخوالی کم کړي. جنرال میلر ویلي د طالبانو له خوا جګړې ته شدت ورکول د امریکا او طالبانو ترمنځ د تړون پر خلاف دی او د افغانستان د سولې روانې خبرې اغېزمنولای شي.

په واشنګټن ډي سي کې د سیاسي‌ چارو څېړونکي وايي طالبانو تشدد ځکه زیات کړی چې پر افغان حکومت فشار زیات کړي او د سولې په پروسه کې جګړه تېزیدل څه معنا لري؟ په واشنګټن کې د وېلسن سېنټر د جنوبي اېشیا د چارو څېړونکی مایکل کوګلمېن وايي د طالبانو او افغان حګومت تر منځ د سولې د خبرو پروسه او یو تړون ته رسېدل به ډېر وخت اخلي:

"زه فکر کوم د سولې د خبرو پروسه له پیله له ډېرو ستونزو سره مخ وه. دا ډېره ښکاره ده چې تر اوسه دواړه غاړې د سولې د پروسې د مخته وړلو لپاره پر یوه تګلاره لا نه دي سلا شوي او تر اوسه عملي خبرو ته لا نه دي داخل شوي، نو ګومان نه کوم طالبان دې اوربند ته غاړه کښېږدي. یواځینۍ لاره چې دا مهال شته هغه به د تشدد کمول وي کوم چې تر اوسه نه دي شوي".

په واشنګټن ډي سي‌ کې د افغانستان د نظامي عملیاتو څېړونکی او د سي اېن اې د څېړنیز مرکز ډ‌ایریکټر جانَتن شروډن وايي د طالبانو له خوا دا مهال د اوربند کولو هیڅ امکان نه ښکاري:

"د افغانستان امنیت ورځ تر بلې خرابېږي. طالبان کوشش کوي لا ډېر کنټرول ولري او هماغه سټرېټیجي عملي کړي‌ چې د تېرو ډېرو کلونو راهیسې یې پرمخ بیایي چې د لرې پرتو سیمو په نیولو سره کوشش کوي د افغانستان د مهمو سیمو د نیولو طاقت وښيي او په تېرو څو ورځو کې همدا جریان لري، خو د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي په کومو سیمو کې چې جګړې شدت اخیستی هغه د دوی تر کنټرول لاندې سیمې وې چې بیرته یې نیول غواړي خو امریکا د هغوی دا خبره او دلیل هیڅ نه مني".

د سولې د خبرو په پروسه کې د ښځو پر کم استازیتوب هم ډېرې نیوکې کیږي. د ښځو د حقونو فعالین او افغان مېرمنې د خپلو حقونو په اړه ډېرې اندېښمنې دي. سیاسي څېړونکي وايي د ښځو د حقونو مسله ډیره جدي او سنجیده ده.

ښاغلی کوګلمېن وايي د سولې په خبرو کې د ښځو د حقونو په اړه د شفافیت کمی دی او پکار دی چې په دې هکله اندېښمن و اوسو. دا ډېره مهمه ده چې یو تړون ته تر رسېدو یا حکومت ته د طالبانو تر راوستو مخکې لا د ښځو د حقونو په اړه خبرې ورسره واضح شي:

"د ښځو د حقونو مسله ډېره مهمه ده ځکه مونږ ټول شاهد یوو چې په افغانستان کې په 1990م کلونو او د طالبانو د رژیم پر مهال څه وشول او طالبانو داسې څه نه دي‌ کړي چې ثابته کړي دا ځل به له ښځو سره سمه رویه کیږي، خو طالبان پر دې ټینګار کوي‌ چې د ښځو حقونه به اسلام او شریعت ته په کتو ورکول کیږي او دا ډيره یوه مبهمه خبره ده".

ښاغلی شروډن وايي د سولې په پروسه کې له دواړو خواوو د ښځو ګډون ډېر لږ دی کوم چې سخته د اندېښنې وړ مسله ده:

"د سولې په پروسه کې د افغان حکومت له خوا په مذاکراتي ټیم کې هم د ښځو شمېر تر 50 فیصده ډېر کم دی او د طالبانو ټیم له خوا خو بېخي ښځې نه شته نو په خبرو کې د مېرمنو غږونه ډېر کم دي او د افغانو ښځو نفوس ته چې وکتل شي دا ډېر ناهیله کوونکی حالت دی، خو کومې مېرمنې چې دا مهال له طالبانو سره د سولې پر میز دي هغوی ډېرې تکړه دي".

طالبانو په داسې حال کې د هلمند پر مرکزي ښار لښکرګاه پراخه حمله کړې چې په قطر کې د بین الافغاني مذاکراتو د عملي پیل کېدو هڅې روانې دي.

لکه څنګه چې د امریکې او طالبانو ترمنځ د 2020م کال د فبرورۍ میاشتې له تړون وروسته او د سولې د روانو خبرو پر پروسه سربېره په افغانستان کې د یوه دوامداره سیاسي جوړجاړي امکانات لا نه دي روښانه، همداسې د افغانو مېرمنو راتلونکی هم نه دی واضح او د سولې په پروسه کې ښکېلې افغانې مېرمنې د سولې د تړون د ممکنه نتایجو په اړه اندېښمنې دي.

  • 16x9 Image

    منزه شهید

    منزه شهید جرمني کښې خپل ماسټري په سیاسې علومو کښې تر لاسه کړې او د کال ۲۰۱۵ راهسې د امریکا غږ ډیوه څانګې سره همکاره ده. منزه په ملټي ميډیا، راډیو او ټلویزیون کښې د شپږو کلونو اوږده تجربه لري. هغه د خبریالۍ ترڅنګ په سیاسي او ټولنیزو موضوعاتو لیکنې کوي.

    په ټوېټرې د منزه شهید سره رابطه کولی شئ:

    @MunazaShaheed

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG