لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د پنجاب په پوهنتونونو کې د بلوچستان او قبایلي ضلعو د سیټونو د ختمېدو په ضد احتجاج


کوټه ــــ د پنجاب ايالت له ملتان ښاره احتجاجي لاريون کوونکي د بلوچستان پښتانه زده کوونکي کوټې ته راورسېدل او د پريس کلب و مخې ته يې احتجاجي پرلت پيل کړ. دغه پښتانه زده کونکي د پنجاب په په بېلا بېلو پوهنتونونو کې لوړې زدکړې کوي.

د پښتون سټوډنټس کونسل د پنجاب پوهنتون مشر محمد عرفان وايي د پنجاب په پوهنتونو کې د بلوچستان او د پخوانۍ فاټا د زده کوونکو لپاره ځانګړي شوي داخله سيټونه ختم کړل شوي دي. عرفان وي او اې ډیوه ته وویل:

"يواځې په پنجاب پوهنتون کې 48 ډيپارټمنټس دي، د هر ډيپارټمنټ په بي ايس او ماسټرز کې دوه دوه سيټونه د بلوچستان د زده کوونکو لپاره دي، د دې تر څنګ زموږ لپاره اوپن مېرټ سيټونه هم مفت وو، په 2018م کال کې پوهنتون هغه ختم کړل، د هغه د بيا بحالۍ لپاره موږ ډېرې ستونځې وګاللې، احتجاجونه مو وکړل، د پوهنتون له وايس چانسلر او انتظاميې سره مو ناستې وکړې خو هغو راسره ونه منل".

محمد عرفان وایي پوهنتون اوس په روان 2020م کال کې ځانګړي سيټونه هم ختم کړل، دا چې ولې هغه وایي "دوی موږ ته وويل چې د فاټا او بلوچستان زده کوونکي پر پوهنتون بوج دي، پوهنتون ستاسې له وجې 35 کروړه روپۍ په خساره کې دی".

په احتجاج کې شريک محبوب خان شبوزي وي او اې ډیوه ته وويل د کرونا ناروغۍ له کبله پوهنتونونه بند شوي وو، د دوی وخت له اوله ضايع شوی دی دوی ځکه غواړي چې حکومت دې د دوی ستونځې ژر تر ژره هوارې کړي.

احتجاجي زده کوونکو ته د وينا په مهال د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د بلوچستان ايالتي اسمبلۍ غړي نصرالله زېري وويل چې پخوانيو حکومتونو د زده کوونکو ټولې اړتياوې او ضروتونه پوره کړي وو خو اوسنی حکومت په دې کې پاته راغلی دی:

"په تېرو حکومتونو کې د زده کوونکو ځانګړي سیټونه وو، دوی ته به سکالرشپ ورکول کېده، د دوی فیسونه معاف وو خو نن چې دا حکومت راغلی او وایي چې دا نوی پاکستان دی، خو موږ وایو چې دا نه نوی او نه زوړ پاکستان دی بلکې دا مهنګا (د ګرانۍ) پاکستان دی".

د بلوچستان ايالتي حکومت وياند لياقت شاهواني پر خپل ټويټر پاڼه ليکلي د بلوچستان د زده کوونکو د فيسونو په لړ کې يې د پنجاب د بهاوالدين زکريا پوهنتون انتظاميه ته دوه کروړه روپۍ ادا کړې، هغه زياته کړې چې د بلوچستان وزیراعلی جام کمال د دې ستونځې د حل لپاره د تعليم او د خزانې سيکريټري ته حکم کړی وو.

ښاغلي شاهواني په خپل يوه بل ټويټ کې ليکلي چې د بلوچستان وزيراعلی په پنجاب کې د بلوچستان د زد کوونکو د مالي مرستو د اعلان تر څنګ د دوی د ستونځو د حل لپاره د پاکستان د اعلی تعلیم سيکريټري ته امر کړی چې پرته له کومه خنډه دې د بلوچستان د زده کوونکو د زدکړو لړۍ دوام داره وساتي.

له بلې خوا د بلوچستان د ډي جي پي آر په سرکاري خپاره شوي خبر کې ليکل شوي چې د پنجاب ګورنر چوهدري محمد سرور د ستمبر پر 29مه نېټه په کوټه کې د بلوچستان له ګورنر امان الله خان ياسينزي سره په ملاقات کې د بلوچستان د زده کوونکو د ستونځو د حل کولو ادعا کړې وه.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله ستوری شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG