لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان د اېف ای ټي اېف د سخت مشکل چېلنج سره مخ دی، حماد اظهر


پاکستان ويلي د ترهګرو د مالي سرچینو او د پېسو غېرقانوني‌ انتقال د څار نړیوالې ادارې [اېف ای ټي اېف] ورته دوه داسې چېلنجونه ورکړي چې پکې يو ډېر سخت او جامع دی.

د پاکستان د صنعتونو مرکزي وزير حماد اظهر په ټويټر ویلي، "پاکستان د اېف ای ټي اېف د دوه شرطونو سره مخ دی. چې يو پکې ډېر سخت چېلنجنګ او جامع دی کوم چې تراوسه کوم بل ملک ته نه دی ورکړی شوی. د پارلیمان نه منظور شوؤ قوانينو کې د اکتوبر او د راتلونکې کال په نيمايۍ کې د جاج اخستو په شرطونو پام ساتل شوی دی. دغه قوانين د تېرو لسو کلونو صفايي کوي".

حماد اظهر ویلي د پاکستان قانوني هڅې ستايل شوي او د نورو هېوادونو دپاره رول ماډل وړاندې کړی شوی دی.

هغه زياته کړې په دغو قوانينو په پارلیمان کې بحث شوی او بيا منظور کړی شوي دی.

د وفاقي وزير ویلي د پاکستان حکومت اوس په دغو قوانينو په موثره توګه د عملي کولو پام لرنه کوي.

اېف ای ټي اېف د پاکستان نوم یو ځل بیا په خړ فهرست کې ساتلی او په پاکستان یې زور راوړی چې د راتلونکي کال فرورۍ میاشت پورې د اېف ای ټي‌ اېف په ټولو شرطونو باندې عمل وکړي.

د اېف ای ټي‌اېف صدر مارکس پلېیر د 21م نه تر 23م اکتوبر پورې د درې ورځنۍ ورچوول غونډې وروستو اعلان کړی ؤ چې دوی‌ د ترهګرو مالي‌ سرچینو او د پېسو غېرقانوني انتقال مخنیوي لپاره پاکستان ته د عمل کولو لپاره ورکړي د 27 نکتو پلان کتنه کړې او ویلي يې ؤ چې پاکستان ددغه پلان په ټولو ګامونو کې پرمختګ کړی او په 21 نکتو باندې یې عمل کړی دی.

اېف ای ټي اېف ویلي پاکستان له به نړۍ ته دا ښودل وي چې امنیتی‌ادارې یې د ترهګرو مالي‌ سرګرمو پېژندګلو او پلټنې کوي چې کوم خلک او ډلې په دې کې ککړې دي او څوک ددغه خلکو او ډلو لخوا دغه کارونه ترسره کوي.

د حماد اظهر په وېنا اېف ای ټي اېف د پاکستان د لوړې سياسي کچې د ژمنو پرمختګ اعتراف کړی او بې د رايې ورکولو فېصله کېدل سياسي ګټه ده.

له دې وړاندې مرکزي وزير ويلي ؤ پاکستان د اېف ای ټي اېف په کاري پلان کې متاثرکن پرمختګ کړی، او په 27 نکاتو کې يې 21 عملي کړي او په پاتې شپږو باندې هم د يو حده پورې کار شوی دی.

"مونږ په يوکال کې په 27 نکتو پوره کولو کې د پينځه ؤ نه تر 21 نکتو باندې کار کړی دی".

پاکستان د کال 2018 جون میاشت راهسې د اېف ای ټي‌اېف په خړ فهرست کې ساتلی شوی. په دغه فهرست کې هغه ملکونه شامل دي چې د ترهګرو مالي‌ سرچینو او پېسو غېرقانوني انتقال مخنیوي کې د ناکامۍ په سر اېف ای ټي‌اېف د هغوي څارنه کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG