لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کرونا وايرس په پاکستان کې نور 26 کسان مړه کړي


په پاکستان کې د سرکاري شمېرو ترمخه درې مياشتې وروسته يو ځل بيا د کرونا وايرس څخه د مړينو شمېره 26 ته رسېدلې ده.

په ملک کې په کرونا وايرس اخته نور 26 کسان په تېر شوا روز کې مړه شوي چې ورسره په ملک کې د کرونا څخه د ټولو مړينو شمېره 6893 ته سېوا شوې ده.

د کرونا وايرس د شمېرو په اړه د سرکاري وېب پورټل له مخې له دې وړاندې په 31م جولايۍ په ملک کې 27 کسان د کرونا څخه مړه شوي او له هغې وروسته د مړینو دغه شمېره د پرون زيارت/ پنجشنبې د ورځې څلورم نومبر پورې 26 ته نه وه رسېدلې.

ویل شوي په تېرو 24 ساعتونو کې نور 1302 نور کسان په کرونا وايرس اخته شوي او 605 ترې ښه شوي دي.

په ملک کې په درې لکه 38زره 875 کسانو کې د کرونا وايرس مثبت مالوم شوي چې ترې درې لکه 16زره 665 کسان ښه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا وایرس اخته 827 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه د مړينو او اغېزمنه کېدو پېښې په داسې حال کې سېوا کيږي چې د نهې په ورځ د پاکستان وزیراعظم عمران خان په ډاګه کړې که دا ځل هیواد کې کرونا وایرس زیات هم خور شي خو حکومت به کارخانې او کاروبارونه نه بندوي ځکه چې هیواد سر دوباره د لاک ډاؤن توان نه لري.

وزیراعظم ویلي ؤ په نړۍ کې د کرونا وایرس دویمه څپه په چټکتیا سره خوریږي او په پاکستان کې هم دکرونا د ناروغانو شمیره په زیاتیدو ده خو که دا ځل د کرونا پېښې سیوا هم شي نو حکومت به کارخانې او کاروبارونه نه تړي بلکې د سپارښتنو په اساس به روزګار او کارخانو ته دوام ورکوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG