لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د خېبرپښتونخوا حکومت د اپوزيشن سره د جلسې ځنډولو خبرې، پي ډي اېم وايي جلسې به په خپله نېټه کوي


د خېبرپښتونخوا حکومت وايي د مخالفه ګوندونو سره يې د رابطې کولو دپاره کميټي جوړه کړې چې د صوبې په سر د اپوزیشن سره خبرې وکړي د کرونا وبا له امله د پېښور جلسه وځنډوي خو پي ډي اېم پرون ویلي جلسې به په ټاکلو نېټو کوي.

د خېبرپښتونخوا د وزیراعلی محمود خان د اطلاعاتو مرستيال کامران بنګش ویلي، وزيراعلی د مخالفه ګوندونو سره د رابطې دپاره کميټي جوړه کړې او نن د شورو/ چارشنبې په ورځ به د مخالفه ګوندونو د استازو سره ويني.

هغه ويلي کرونا ته په کتو به مخالفه ګوندونو ته د جلسې ځنډولو وايي.

خو د حکومت مخالفه 11 ډلو مشر مولانا فضل الرحمان پرون د مخالفه ډلو د مشرانو د غونډې وروسته ویلي، د پي ډي اېم تحریک به نور چټکولی شي او د کرونا په لړ کې چې د پي ډي اېم په جلسو د بندېز خبره کيږي دوی د حکومت دغه خبره ردوي او جلسې به یې په ټاکلو نېټو کيږي.

د خېبرپښتونخوا حکومت د مخالفه ګوندونو سره د جلسې ځنډولو خبره په داسې حال کې کوي چې مخالفه ګوندونو په 22م نومبر په پېښور کې د جلسې اعلان کړی دی.

په عېن حال کې په تېر شوا روز کې په ملک کې د کرونا وبا څخه 37 نور کسان مړه شوي چې ورسره په ملک کې د مړو ټوله شمېره7230 ته رسېدلې ده.

په 16م نومبر په ملک کې د کرونا څخه 33 او په 15 نومبر 19 کسان مړه شوي وو.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تېرو 24 ساعتونو کې په نورو 2208 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي دي.

ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 1151 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې خطرناک دی او په دوی کې په تېر شوا روز کې 104 نور خطرناک حالت ته تلي دي.

پي ډي اېم

پي ډي اېم د ملک د اپوزيشن ګوندونو له لوري د روان کال د ستمبر په مياشت کې جوړ شوی، په دې غورځنګ کې مسلم ليګ ن، پاکستان پيپلز ګوند، جميعت علما اسلام ف، اې اين پي، پښتونخوا ملي عوامي ګوند، بي اين پي مېنګل، نېشنل پارټۍ او د قومي وطن پارټۍ په ګډون د اپوزيشن 11 ګوندونه شامل دي.

د يادو ګوندونو مشرانو د عمران خان حکومت د پاکستان د پوځ په لاس جوړ شوی حکومت بللی او د دې حکومت د ړنګولو اعلان يې کړی دی، د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې يې په سياست کې د لاسوهنې په تور تورنې کړي دي.

خو د پاکستان پوځ د اپوزيشن ګوندونو دغه تورونه رد کړي او ویلي يې ؤ سياسي مشران دې پوځ په خپلو سياسي معاملو کې برخمن نه بولي او نه دې ورباندې داسې تورونه لګوي.

د تحریک انصاف حکومت وايي پي ډي اېم د خپلو مشرانو د غلاګانو د تحفظ دپاره جوړ شوی تحریک دی.

پي ډي اېم تراوسه پورې د حکومت پرضد د پنجاب په ګوجرانواله، د سيند په کراچۍ او بلوچستان په کوټه کې احتجاجي جلسې کړي دي.

ياد غورځنګ په 22م نومبر په پېښور، په 30م نومبر ملتان او په 13م دسمبر په لاهور کې د جلسې اعلان کړی او په جنورۍ کې يې اسلام اباد ته د لانګ مارچ اعلان کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG