لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

باجوړ کې دوه مهم وسله وال کمانډران وژل شوي


د پاکستان په قبايلي قبايلي ضلع باجوړ کې امنيتي ادارو دعوه کړې چې د سلارزو په علاقه کې په عملیاتو کې دوه مهم وسله وال کمانډران وژل شوي دي.

ځايي ميډيا د امنيتي سرچينو له قوله ويلي د استخباراتي مالوماتو په اساس یې عمليات کړي دوه وسله وال کمانډران زبېر او عزيزالرحمان [فدا] يې وژلي او څو مطلوب ترهګر يې نيولي دي.

ډان ورځپاڼې د خبر ترمخه امنيتي سرچينو ویلي وژل شوی وسله وال عزيزالرحمان عرف فدا په کراچۍ کې د داعش ډلې مشر ؤ.

ويل شوي امنيتي ځواکونو د اتوار/ يکشنبې په شپه ناوخته د ترهګرو په پټو ځالو عمليات کړي دي.

په خبر کې دعوه شوې چې د داعش وژل شوی کمانډر د ترهګرۍ په يو شمېر پېښو کې امنيتي ځواکونو ته پکار ؤ او په وروستيو کې د کراچۍ نه د ګرفتارۍ د ويرې باجوړ ته تښتېدلی ؤ.

ويل شوي په عملياتو کې د ترهګرو په ډزو د پوځ يو افسر هم ژوبل شوی او روغتون ته منتقل کړی شوی دی.

په خبر کې دعوه شوې چې د ترهګرو د ځالو نه په غټه کچه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه کړی شوي دي.

په باجوړ کې د داعش د کمانډرانو د وژلو خبر په داسې وخت کې مخې ته راغلی چې په پاکستان کې د تېرې اوږدې مودې نه حکومتي او امنيتي چارواکي دعوه کوي چې داعش دلته په منظم ډول شتون نه لري.

د باجوړ د تازه عملیاتو په خبر کې دا هم ویل شوي چې په تېرو ورځو کې هم په عملیاتو کې د داعش يو مهم غړی خليل عرف ياسين وژل شوی ؤ.

خو ډان د پوځ له قوله ویلي، د سلارزو په تنګي علاقه کې د ترهګرو پرضد عملياتو کې وژل شوی زبېر او فدا په کراچۍ او باجوړ کې په ترهګرو پېښو کې ککړ وو.

ايي اېس پي ار ویلي دغو ترهګرو د پاکستان په بېلابيلو علاقو کې ترهګري کوله او د پولې د پورې غاړې نه د هند د استخباراتي ادارې [را] پلوه مشرانو ورته لارښوونې کولې.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG