لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور او کوټه کې د کم انټرنیټ له کبله د آنلاین تعلیم په ضد او د طلبا سازمانونو د بحالۍ مظاهرې شوې


واشنګټن ــــ په پېښور او کوټه کې د زده کوونکو بېلابېلو تنظیمونو نن احتجاجي مظاهرې کړې دي چې پکې یې د کرونا وایرس د خورېدو د مخنیوي په خاطر د پاکستان د مرکزي او صوبایي حکومتونو له خوا د آنلاین تعلیم پرېکړه غندلې او د طلبا سازمانونو بحالي یې غوښتې.

دغه زده کوونکي غوښتنه کوي چې د انلاین زدکړو لپاره دې په صوبو کې انټرنېټ ټولو سیمو ته وغزول شي. وایي تېر ځل هم چې تعلیمي ادارې بندې شوې نو د آنلاین تعلیم له کبله دوی له زیاتو ستونځو سره مخ شول. د پښتون سټوډنټس آرګنایزېشن مشر کبیر افغان وي او اې ډیوه ته وویل:

“په ټول پاکستان کې چې تعلیمي ادارې بندې شوې موږ ته یې د 3G انټرنیټ سهولت نه دی راکړی خو پر موږ یې دا لازمه کړې ده چې تاسې به آنلاین کلاسونه اخلئ، موږ د دې غندنه کوو”.

د پېښور په مظاهره کې شریک د باجوړ اوسېدونکی مصباح الدین- چې د ټرایبل یوت موومنټ یو مشر دی- وایي، د قبایلي ضلعو 30 زره نجونه او هلکان د پاکستان په بېلابېلو تعلیمي ادارو کې زدکړې کوي خو وایي اوس چې تعلیمي ادارې بیا بندېږي نو دوی به د انټرنیټ د نشتوالي له کبله له آنلاین کسانونو محرومه وي:

“اوس چې حکومت یونیورسټۍ بندې کړې نو د قبایلي ضلعو طالبعلمان چې خپلو سیمو ته لاړ شي هلته په 90 فیصده سیمو کې انټرنیټ کار نه کوي، نو زموږ دغه دېرش زره طالبعلمان به څنګه آنلاین زدکړې کوي او امتحانونه به ورکوي”.

په کوټه کې د زده کوونکو په احتجاج کې د بلوڅو زده کوونکو سازمانونو هم ګډون کړی وو، د بلوچ سټوډنټس ارګنایزېشن یو مشر نذیر بلوچ وي او اې ډیوه ته وویل، چې له مرکزي ښارونو پرته د بلوچستان په لرې پرتو سیمو کې 3G انټرنیټ نه شته نو دوی به څنګه آنلاین تعلیم وکړي:

“د بلوچستان په اکثرو ضلعو کې 3G او 4G انټرنیټ نه شته، خصوصاً په کلات، سورا، کېچ، آواران او ځینو پښتني سیمو کې نه شته، دا وخت د بلوچستان تقریباً 85 فیصده خلک له 3G او 4G محرومه دي، تر څو چې دا سهولت نه وي نو د آنلاین کلاسونو فیصله نه منو”.

زده کوونکو پخپلو مظاهرو کې د خپلو سازمانونو د بحالۍ لپاره هم شعارونه ورکړل او غوښتنه یې وکړه چې په تعلیمي ادارو کې دې د زده کوونکو پر سیاسي او هر ډول غونډو او فعالیت بندیز ختم شي او له تعلیمي‌ ادارو دې امنیتي عسکر و ایستل شي.

د پاکستان مرکزي او صوبایي حکومتونو تر اوسه د پښتونخوا او بلوچستان د زده کوونکو دغو غوښتنو ته څه نه دي ویلي‌ چې ایا د آنلاین کلاسونو لپاره به یې د انټرنیټ ستونځه حل کړي که نه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG