لاس رسیدونکی لینک

 
شمالي وزیرستان: په میرعلي کې څلور ځايي ملکان په ډزو وژل شوي دي
تازه خبر

شمالي وزیرستان: په میرعلي کې څلور ځايي ملکان په ډزو وژل شوي دي


د قبايلي ضلعې شمالي وزيرستان په ميرعلي بازار کې د نامالومو کسانو په ډزو کې څلور ملکان وژل شوي چې تعلق يې د خېسور علي خيل علاقې سره دی.

دا پېښه نن د ګل/ دوشنبې په ورځ شوې ده.

د ميرعلي پوليس تاڼې پېښه تاييد کړې چې په ډزو کې د خېسور علي خېل علاقې ميرسادی، رضا، عابد رحمان او ملک عمر خان وژل شوي دي.

پوليس ويلي د پېښې وروسته يې علاقه په ګېره کې اخستې او د لټون عمليات يې پېل کړي دي.

د وژل شوؤ کسانو په اړه نور تفصيل مخې ته نه دی راغلی او نه د بريد زمه واري چا منلې ده.

د پښتون ژغورنې غورځنګ د شمالي وزيرستان فعال عيد رحمان وايي، په علاقه کې دغه رنګ پېښې پرله پسې کيږي د علاقې خلک يې اندېښمن کړي ځکه چې د هغه په خبره دا پېښې به اول د شپې کېدې او اوس په رڼا ورځ شورو شوې.

بل لور ته د دته خېل تحصيل په ديګان کې د عبدالقدوس نومې تن د وژنې وروسته پېل کړی شوې احتجاجي ناسته په څلورم ورځ ځنډول شوې ده.

د وژل شوي تن کورنۍ ويلي عبدالقدوس د يوې کوېژدن د دستورې نه بيرته کور ته روان ؤ او تور یې لګولی پوځ پرې ډزې کړې وې.

پوځ دغه تور ته کوم ځواب نه دی ويلي خو د سيمې نه يو امنيتي چارواکي د نوم ښکاره کولو په شرط ويلي پوځ بې ګناه وژنې نه کوي.

پوليس تاييد کړې چې د يادې کورنۍ لخوا ورته خواست ترلاسه شوی او کورنۍ پکې د پوځ د ځايي مشرانو پرضد د مقدمې درج کولو غوښتنه کړې ده.

پوليس ويلي د پوځ په کار کې کار نه لري او د وژل شوي تن کورنۍ ویلي اوس به د مقدمې درج کولو دپاره عدالت ته ځي.

په علاقه کې د بدامنۍ په پېښو کېدو د سيمې نه د خېبرپښتونخوا اسمبلۍ غړي ميرکلام وزير هم اندېښنې څرګندې کړي او ويلي يې دي دوی بيا بيا د رياست نه په علاقه کې د امنيت غوښتنه کوي خو رياست د دوی غږ نه اوري.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 59:57 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00
  • Auto
  • 240p
  • 360p
  • 480p
  • 720p
  • 1080p

Recommended

XS
SM
MD
LG