لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صالح: بین الافغاني خبرې د طالبانو د نه منلو وړ شرطونو له کبله درېدلې دي


واشنګټن ــــ که څه هم طالبان دعوه کوي چې د بین الافغاني مذاکراتو لپاره یې کړنلاره بشپړه شوې او د دواړو مذاکراتي ډلو له خوا منل شوې ده، خو د ولسمشر غني لومړی مرستیال امرالله صالح وایي د طالبان د شرطونو له کبله د دوحې خبرې پر ځای درېدلې دي.

امرالله صالح د دسمبر په لومړۍ نېټه د هند په مشرۍ د شانګهای د همکارۍ سازمان (ایس سي او) آنلاین غونډې ته په وینا کې وویل:

"نن د دوحې خبرې درېدلې دي او ځنډ پکې راغلی دی او دا ځنډ د طالبانو له کبله دی ځکه چې دوی په پرله پسې توګه نوې او تر خبرو مخکې د نه منلو وړ شرطونه مخې ته راوړي".

طالبانو د امرالله صالح د دې اعلان په اړه څه نه دي ویلي خو د طالبانو د قطر دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم دوې ورځې وړاندې پر ټویټر اعلان کړی وو، چې د رسمي مذاکراتو لپاره د مذاکراتي ډلو د 21 مادو کړنلاره بشپړه او حتمي شوې او دواړو ډلو پرې اتفاق کړی دی. ډاکټر نعیم ویلي وو:

"نوموړی طرزالعمل د مسهل يا کوربه هېواد په حضور کې د 2020 د نومبر مياشتې په 17 نېټه په پښتو او دري ژبو ولوستل شو. د دواړو مذاکراتي خواوو له تاييد وروسته يوه نسخه کوربه يا مسهل ته هم ورکړل شوې ده".

امرالله صالح ایس سي او کانفرنس ته په خپله ویډیویي وینا کې وویل په تاریخ کې هیڅکله د جګړې بندیان تر ډزبندۍ مخکې نه دي خوشي کړل شوي، خو دوی د طالبانو 5,500 بندیان خوشي کړل خو وایي طالبانو له هغه تړونه سرغړونه کړې او تر اوسه بین الافغاني خبرو ته نه دي‌ تیار شوي:

"طالبانو له امریکې سره د تړون په بنیاد مذاکرات تر ننه نه دي پیل کړي، له بده مرغه دوی له امریکې سره له لیکلي او زباني تړونه سرغړونه کړې، پرته له دې چې پر نېټو او امریکایي ځواکونو یې بریدونه درولي دي خو پر افغان ځواکونو او عامو خلکو یې بریدونه زیات کړي دي".

بل لور ته په ولسي او د سټرېټیجۍ په چارو کې د ولسمشر غني سلاکار وحید عمر وایي، حکومت یې د سولې د خبرو مخه نه ده نیولې. ښاغلي وحید عمر نن د دسمبر پر لومړۍ نېټه په یوه ټویټ کې لیکلي دي:

"موږ یوې داسې ډلې ته مراعات ورکړي دي چې حتی زموږ حکومت هم نه مني، داسې مراعات به په نړۍ کې هیڅ یو حکومت هم داسې ډلې ته ور نه کړي، چې د خلکو د وژلو په بدل کې نور مراعات غواړي او فکر کوي چې تشدد او ترهګري د دوی په ګټه ده".

د ولسمشر غني لومړي مرستیال امرالله صالح د شانګهای د همکارۍ سازمان 19مې غونډې ته وویل، اوس هم د ایس سي او د هېوادونو 20 ترهګرې ډلې له طالبانو سره یو ځای د افغان ځواکونو په ضد جنګېږي. وایي حکومت یې خبرو ته ژمن دی او خبرې د شخړې د حل لاره ګڼي:

"موږ په دې باور یو چې ځینې ریاستونه باید د طالبانو پناه ځایونه ختم کړي چې هغوی نن هم خوند ځنې اخلي، د کوکنارو کرهنه دې ختم شي، ټول ترهګر دې د هغوی خپلو هېوادونو ته د یوې باوري تګلارې له مخې ولېږل شي، ریاستونه باید پراکسي وسلوالې ډلې باید ختم شي، چې طالبان یې مرسته کوي او دوی په افغانستان کې او بهر ترهګري کوي او نړیوال جهاد ته وده ورکوي".

په وروستیو کې ملګرو ملتونو، امریکې، پاکستان او د افغان حکومت په ګډون د نړۍ نورو هېوادونو هم غوښتنه کړې چې د بین الافغاني خبرو د کامیابۍ لپاره دې په افغانستان کې دایمي ډزبندي وشي، خو طالبانو تر اوسه دې غوښتنې ته جواب نه دی ویلي او خپل بریدونه یې روان ساتلي دي، خو وایي دوی اوس یواځې دفاعي بریدونه کوي او د پخوا غوندې یې په ښارونو کې له لویو بریدونو لاس اخیستی دی.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG