لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

م م : د کورونا اقتصادي‌ او ټولنیز زیانونه لا هم په زیاتېدو دي


واشنګټن - د ملګروملتونو عمومي منشي د زیارت یا پنجشنبې په ورځ وویل، په نړۍ کې له کورونا څخه رامنځ ته شوي زیانونه به کلونه او ښايي لسیزې وخت ونیسي چې بېرته سم شي او یواځې په واکسین هر څه نشي جوړېدلی.

انتونیو ګوټېرېش د جنرال اسمبلۍ د لوړې کچې یوې ځانګړې غونډې ته په وینا کې وویل، "د وبا ټولنیز او اقتصادي‌ اغېز ډیر ستر دی او لا هم زیاتېږي."

د ملګروملتونو لخوا د زیارت یا پنجشنبې په ورځ په یو خپور شوي راپور کې راغلي دي، چې د وبا له امله به سږ کال شاخوا ۳۲ میلیونه خلک سختې غریبۍ ته ولاړ شي.

په راپور کې راغلي‌ دي، چې ملګروملتونو هڅه کړې چې بشري مرستې میلیونونو خلکو ته ورسوي.

د ملګروملتونو مشر همدا ډول د اقتصادي مرستو بستې باندې ټینګار کړی چې د نړۍ د جي ډي پي لږ تر لږه لس فیصده جوړوي او هغو هېوادونو ته دې قرضې نرمې کړای شي چې ورته اړتیا ولري.

د نړۍ د نېږدې ۸۰ حکومتونو مشرانو دغې دوه ورځنۍ سرمشریزې ته د ویډیو له لیارې خبرې کوي او همدارنګه ساینس پوهان، ماهرین او د روغتیا د نړیوالې ادارې یا ډبلیو اچ په ګډون د ملګروملتونو د ګڼو ادارو مشران به هم پکې خبرې وکړي.

د جان هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې، په نړۍ کې له کورونا څخه د مړو شمېر یو نیم میلیون ته نېږدې شوی او پرې د اخته کسانو شمېر نېږدې ۶۵ میلیونو ته رسېږي.

په ورته وخت کې تمه ده د کورونا د لومړني تصویب شوي واکسین د وېشلو چارې به هم په دې میاشت کې پیل شي او ګوتېرېش په وار وار ټولو هېوادونو ته په یو ډول رسولو باندې ټینګار وکړ.‌

د اپرېل په وروستیو کې ډبلیو اچ او پبلک او خصوصي شریکانو سره د د اکټ اکسېلریټر په نامه یو پروګرام پیل او د کواکس په نامه د واکسین یو مرکز یې پرانېست.

دغه مرکز په دې پام ساتي چې ټېسټونه وشي، درملنه وشي او واکسین په مساوي توګه خلکو ته ورسېږي. خو د ملګروملتونو مشر که څه هم وویل چې دوی د ۲۸ بیلینه ډالرو له کمي سره مخ دي چې په دغو پېسو کې ۴.۳ بیلینه یې په بیړنۍ توګه د راتلونکو دوو میاشتو لپاره پکار دي.

په امریکا کې د کورونا پېښې لا هم په زیاتېدو دي

تمه ده د امریکا د روغتیا وزیر الیکس ازار به د ملګروملتونو په سرمشریزه کې د ټرمپ د ادارې استازېتوب وکړي.

د غونډې په څنډه کې به د ملګروملتونو د عمومي اسامبلۍ مشر د زیارت یا پنجشنبې په ماسپښین په ملګروملتون کې د امریکا له استازي کیلي کرافټ او د سپینې ماڼۍ د کورونا د غبرګون له مشرې ډاکټرې ډیبورا برکس او د هغې له همکارې ایرم زیدي سره وویني.

امریکا اوس هم د کورونا له ۱۳.۹ میلیونه پېښو او ۲۷۳۰۰۰ مړینو سره لومړی ځای لري.

همدا ډول د کوېډ ټرکېنګ پراجکټ د راپور له مخې، د کورونا له امله د امریکا په روغتونونو کې د بستر شویو کسانو شمېر هم د شورو یا چهارشنبې په ورځ له سلو زرو څخه واوخت.

دوی همدارنګه په همدې ورځ د کورونا د دوه لکه نویو پېښو خبر هم ورکړی.‌

په امریکا کې د ناروغیو د کنټرول او مخنیوي ادارې مشر ډاکټر رابړټ ریډ فیلډ د شورو یا چهارشنبې په ورځ خبرداری ورکړی چې د ډیسبمر او فیبرورۍ ترمنځ به په ټول هېواد کې د کورونا د پېښو زیاتوالی همداسې دوام ولري.

هغه دا هم وویل،‌ چې په دې ورځو کې هره ورځ په امریکا کې له کورونا څخه نېږدې دوه زره کسان مړه کېږي.‌

په ورته وخت کې پخواني ولسمشر بارک اوباما ویلي،‌ کله چې د کورونا واکسین خوندي او اغېزناک وبلل شي نو دی به یې هم واخلي.

ددې ترڅنګ سي‌ ان ان هم راپور ورکړی چې دوه نور پخواني‌ ولسمشران بېل کلنټن او جیورج ډبلیو بوش فکر کوي چې تصویب شوي واکسینونه به په ټي وي باندې واخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG