لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې کانګرس په افغانستان او جرمني کې د امریکایي ځواکونو د کمولو مخه نیسي


واشنګټن ــــ له سپینې ماڼۍ د امریکې د ولسمشر ډانلډ ټرمپ تر تګ مخکې د دې هېواد د کانګرس غړو له قانوني لارې د هغه د بیړني اقدام مخه نیولې چې غوښتل یې په افغانستان او جرمني کې د امریکایي ځواکونو شمېر کم کړي.

د امریکې د دفاعي ورځپاڼې سټارز اینډ سټرایپس د خبر له مخې د استازو جرګې او سېنټ یو شمېر غړي همږغي شوي چې د 2021م کال د ملي دفاعي اختیار د قانون له مخې له افغانستانه د خپلو ځواکونو ایستل وځنډوي.

د کانګرس له خوا په خپاره شوي رپوټ کې ویل شوي چې دغه قانون تر هغو د امریکایي ځواکونو د ایستلو اجازه نه ورکوي چې له نورو حکومتي ادارو څخه پکې پوښتنه نه وي شوې. د رپوټ په یوه برخه کې ویل شوي:

"حکومتي انتظامیه د آیین په بنیاد ذمه واره ده چې په افغانستان کې د سفارتي چارو او د امنیتي عملیاتو په اړه کانګرس او د امریکې خلکو ته تازه، پر وخت او هراړخیز معلومات ورکړي".

د روان 2020م کال په پیل کې په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو شمېر 13,000 وو، خو تېره میاشت دغه شمېر 4,500 ته را کم کړل شو، خو په اکتوبر میاشت کې ولسمشر ټرمپ ناببره اعلان وکړ، چې تر راتلونکي کرسمس یعنې د دسمبر تر 25مې به ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه وباسي.

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر مارک میلې د دسمبر پر دویمه د امریکې په بروکنګز انسټیټوټ کې ویلي وو، له افغانستانه د خپلو ځواکونو تر ایستلو وروسته به هم دوې لویې اډې هلته ولري، خو سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼه لیکي، داسې نه ښکاري چې د ولسمشر ټرمپ له اعلان سره سم به تر جنورۍ پورې امریکایي ځواکونه له افغانستانه و ایستل شي.

د ملي دفاعي اختیار قانون- چې په بنیاد یې د امریکې د 2021م کال پوځي بجټ جوړېږي- کانګرس ته دا واک ورکوي تر هغه وخته د امریکایي ځواکونو د شمېر د کموالي لپاره د بودیجې مخه ونیسي، چې پینټاګان او نورې ادارې په رپوټ کې دا تفصیل ور نه کړي چې په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمول د امریکې پر ملي امنیت او نورو مسئلو څه اغېز لرلای شي.

د دې قانوني مسودې له مخې پېنټاګان به دغه رپوټ هغه وخت ورکوي چې په افغانستان کې یې د خپلو پوځیانو شمېر تر 4,000 نه وي‌ را کم کړي یا چې دغه مسوده په قانون بدلېږي هغه وخت چې د پوځیانو شمېر هر څومره وي کانګرس ته به رپوټ ورکوي.

په تېرو میاشتو کې چې په افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر 4,500 ته را کم کړل شو، د امریکې د دفاع وزیر کرسټوفر میلر تېره میاشت اعلان کړی وو چې د پوځیانو شمېر به د ولسمشر ټرمپ‌ تر تګ مخکې د جنورۍ په منځ کې 2,500 ته را کم کړل شي.

سټارز اینډ سټرایپس ورځپاڼه د کانګرس د غړو د ګډ رپوټ په بنیاد لیکي، له افغانستانه نور پوځیان باید د امریکې له متحدینو او له افغان حکومت سره په سلا مشوره و ایستل شي:

"دا د امریکې د ملي امنیت په ګټه ده چې افغانستان بیا د ترهګرو په پناه ځای بدل نه شي، د امریکې خاوره خوندي وي، له افغان حکومت سره د امریک ملګرتیا پر ځای پاته وي او د افغانو ښځو، نجونو او نورو ځپلیو خلکو په ګرانه اخیستل شوي حقونه خوندي وساتل شي".

رپوټ وایي د امریکې د ملي دفاعي اختیار قانون به په پرله پسې توګه دا ارزونه هم کوي چې د نورو ځواکونو ایستل په افغانستان کې د ترهګرۍ ضد جګړه اغېزمنوي که نه او طالبان د فرورۍ پر تړون ولاړ دي او له بهرنیو ترهګرو ډلو لکه القاعده سره اړیکې پرې کوي او په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو مخه نیسي که نه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG