د پاکستان پوځ ویلي د شورو/ چارشنبې په ورځ د هند او پاکستان ترمنځ د کشمير په لانجمنه پوله نښته کې دوه پاکستاني پوځيان وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ ویاند مېجر جنرل بابر افتخار د هند په پوځ تور لګولی چې په پوله يې د اوربند سرغړونه کړې ده او نښته يې پېل کړې ده.
هغه ويلي د پاکستان پوځ د هند پوځ ته سم ځواب ورکړی او د هند پوځ ته يې دروند تاوان اړولی دی.
د وي او ای د خبر ترمخه دغه نښته څو ساعته وروسته له هغې شوې چې د پاکستان امنيتي چارواکو ويلي د ملک ځمکني، هوايي او سمندري پوځ ته يې د هند لخوا په پوله د ممکنه بريد د مخنيوي دپاره د چمتوکېدو خبرداری ورکړی شوی ؤ.
هند په پوله د نښتې پېښې او د پاکستان دغو څرګندونو چې هند په پوله ممکنه بريد کوي، ته کوم ځواب نه دی ویلی.
د وي او ای د خبر ترمخه دا تازه نښته په داسې حال کې رامنځته شوې چې پاکستان او چين د شورو په ورځ د هوايي ځواکونو په کچه تمرينات يا مشقونه پېل کړي دي خو د تمريناتو ځای نه دی څرګند کړی شوی.
په يو سرکاري بيان کې ویل شوي په دغو تمریناتو کې د چين د هوايي پوځ يوه دسته چې پکې جنګي پايلټان، د هوا د دفاعي نظام او تکنيکي ځمکنۍ عمله شامله ده، برخه اخلي او دا د کليز هوايي تمريناتو [شاهين لړۍ] برخه ده.
ويل شوي د تمریناتو د پېل په دستوره کې د پاکستان د هوايي ځواک ائير وايس مارشل وقاص احمد سلهړي او د چين د هوايي ځواک مېجر جنر ل سن هانګ ګډون کړی ؤ.
سلهړي ويلي، دغه تمرينات به د دواړو هېوادونو د هوايي پوځونو ترمنځ د يو بل سره همکارۍ او د دواړو ملکونو ترمنځ د ورورولۍ اړيکو ته وده ورکړي.
چين او پاکستان د شريک حريف يا سيال هند سره په پوله د اوږدې مودې نه تاؤ تريخوالي لري.
د روانې میاشتې په سر کې اسلام اباد او بيجنګ د دواړو ملکونو د پوځونو په کچه د يو بل سره د مرستو سېوا کولو تړون هم لاسليک کړی ؤ، خو د دغه تړون نور جزيات نه ؤ ښکار ه کړی شوي.