لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پاکستان پارليمنټ د ايي اېس ايي ریټايرډ کرنل چلوي، د مریم نواز دعوه


د پاکستان مسلم ليګ ن ګوند مرستيالې مشرې مريم نواز دعوه کړې چې د پاکستان پارليمان د پاکستان د استخباراتي ادارې [ISI] يو ريټايرډ کرنل چلوي، هغې دغه دعوه پرون په لاهور کې د حکومت مخالفه ګوندونو جلسې ته په وېنا کې کړې ده.

مریم نواز په خپله وېنا کې د هغه کرنل نوم نه ؤ ياد کړی خو ويلي يې ؤ چې ټول اسلام اباد ته د هغه کرنل نوم ياد دی چې پارلیمنټ او سېنېټ څوک چلوي.

په ټولنيزو رسنيو بيا ځینو کسانو په دغه خبره ټویټس کړي او د نديا اطهر په نوم ټویټر اکاؤنټ څخه پوښتنه شوې چې،

"اغلې مريم نواشریف! ماته د دغه ريټايرډ کرنل نوم نه دی مالوم چې پارليمان چلوي. ماته يې نوم اووايه".

مريم نواز شريف دغه ټويټ ته په ځواب کې ویلي، "کرنل لياقت".

احمد وقاص ګورايه په ټویټر د کال 2019م يو ټویټ شريک کړی او په دغه ټویټ کې هغه د کرنل لياقت علي وسیم ذکر کړی او يو عکس يې هم خپور کړی دی.

ګورايه په خپل ټويټ کې تور لګولی چې دغه تن په جرنلسټانو په بريدونو کې ککړ دی، د برتانیې د پاکستان په سفارتخانه کې يې نزدې لسيزه تېره کړې او هغه د جنرل فېض [د ايي اېس ايي اوسني مشر] په اسلام اباد کې خاص سړی دی.

مریم نواز پرون د اتوار په ماښام [13م دسمبر] د لاهور په مینار پاکستان کې د تحریک انصاف د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ [پي ډي اېم] غونډې ته په وېنا کې د تحریک انصاف په حکومت ټکونه کول او وې ويل، وزیراعظم عمران خان وايي چې په پارليمان کې به د پي ډي اېم سره خبرې وکړي.

دا وايي "کوم پارلیمان، چې د ايي اېس ايي يو ريټايرډ کرنل يې چلوي هغه سېنېټ چې يو ريټايرډ کرنل یې چلوي، ټول اسلام اباد هغه کرنل پېژني چې نن ستا د منتخب غړو پارلیمان چلوي".

له دې وړاندې د مريم نواز پلار او پخواني وزيراعظم نواز شریف هم د پوځ په مشر جنرل قمر جاوېد باجوه او د ايي اېس ايي په مشر جنرل فېض حميد باندې تورونه لګولي دي.

هغه ويلي ؤ، "جنرل باجوه او لېفټننټ جنرل فیض حمید نوازشریف د وزیراعظم د څوکۍ نه لرې کړو، زه، زما ورور شهباز شریف، مریم نواز او زما د پارټۍ غړي یې په جېل کې واچول او په میډیا کې زمونږ په کردارونو ټکونه کیږي".

پي ډي اېم هم چې د پاکستان تحریک انصاف حکومت د پوځ په لاسو جوړ حکومت بولي، پوځ دغه تورونه رد کړي او دغو تورونو ته يې ویلي پوځ دې د سياسي معاملو څخه په ډډه وساتل شي.

بل لور ته ځينې کسانو د مریم نواز په بيان پوښتنې هم راولاړې کړي دي.

جرنلسټې غريده فاروقي په ټویټر ویلي،

"مریم نواز د ايي اېس ايي په کرنل د پارلیمان چلولو سخت تور لګولی دی. که واقعي داسې وي نود پي ډي اېم او په ځانګړي ډول د ن ليګ اېم اېن اېز او سېنېټرانو له په سمدستي ډول استعفا ورکول پکار دي. دا نه يواځې د ولسي ووټونو سپکاوی دی بلکې د مقتدر اعلی او پارلیمان او ائين سپکاوی دی. که داسې نه کوي نو دا به يواځې د تنخاګانو او اسانتياؤ اخستو بهانه وي".

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG