لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان کې کرونا نور 83 تنه مړه کړي، په سيند صوبه کې د ديني مدرسو تړلو امر شوی


په پاکستان کې د کرونا وايرس څخه په تيرو 24 ساعتونو کې نور 83 کسان مړه شوي او په نورو 2972 کسانو کې دا وايرس مالوم شوي دي. د سيند صوبې حکومت د کرونا له امله د ديني مدرسو تړلو امر کړی دی.

د سرکاري شمېرو ترمخه په ملک کې د کرونا څخه د مړو ټوله شمېره 9164 ته رسېدلې ده، او ويل شوي دا وخت په ملک کې په کرونا وايرس اخته 2447 کسانو روغتيايي حالت سخت دی.

بل لور ته د سيند صوبې حکومت د زيارت/پنجشنبې په ورځ امر کړی چې په صوبه کې دينې مدرسې هم بندولی شي، کومې چې تراوسه پورې خلاصې وې.

د پاکستان حکومت د کرونا د مخنيوي په موخه په 26 نومبر په ټول ملک کې د تعليمي ادارو تړلو ويلي ؤ، خو مدرسې نه وې بندې کړی شوې.

د سيند صوبې د حکومتي امر ترمخه د ضلعو کمشنرانو او اړونده نورو چارواکو ته په سمدستي توګه د حکومتي حکم عملي کولو لارښوونه شوې ده.

په ملک کې د 10م جنورۍ 2021 پورې د تعليمي ادارو د تړلو ويل شوي خو د سيند صوبايي حکومت دغه نېټه نه ده ټاکلې چې مدرسې به د کله پورې تړلې وي.

په پاکستان کې د ديني مدرسو غټ بورډ وفاق المدارس العربيه پاکستان په فېس پک پاڼه ليکل شوي چې د ټولو مکاتب فکر علماؤ په شریکه غونډه کې د مدرسو تړلو حکومتي امر په سختۍ سره رد کړی شوی دی.

د وفاق المدارس ویاند طلحه رحماني وايي، وړاندې چې حکومت کوم اعلان کړی ؤ د دوی سره یې خبرې شوې وې او اوس هم دوی تر بل هر چا زيات په مدرسو کې د کرونا څخه د احتياطي تدابيرو يا اېس او پيز زيات عملي کوي.

وي ای او ډیوه سره په خبرو کې هغه وويل دوی ته په رسمي ډول د بندېز خبره نه ده شوې او اوس به هم دوی د حکومت سره په دغه اړه خبره کوي.

د تعلیمي ادارو د بندېزو په وخت هم وفاق المدارس ويلي ؤ دينې مدرسې به نه بندوي.

د وفاق المدارس ترمخه دا وخت د وفاق المدارس بورډ سره په ملک کې نزدې 22 زره مدرسې رجسټرډ دي چې پکې د 25 لکه پورې هلکان او جينکۍ زده کړې کوي.

په پاکستان کې د دینې مدرسو څلور بورډونه دي چې وفاق المدارس پکې تر ټولو غټ بورډ دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG