لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوټه: د هزاره پرلت څلورمه ورځ، په کراچۍ کې يې په ملاتړ احتجاجونه پيل شوي


په کوټه کې د هزاره ګانو احتجاجي پرلت په سخته يخنۍ کې په څلورمه ورځ هم روان دی، احتجاج کوونکي وايي څو پورې چې وزيراعظم عمران خان دوی ته نه وي ورغلی مړي نه ښخوي. په کراچۍ کې هم د پرون نهې/ سه شنبې د ورځې راهسې د کوټې د پرلت په ملاتړ احتجاجي ناستې پيل شوي دي.

تيره شپه د پاکستان تحریک انصاف د حکومت دوه نور مرکزي علي زېدي او زلفي بخاري کوټې ته ورغلي په احتجاجي پرلت د ناستو سره یې ليدلي خو احتجاج کوونکو هزاره ګانو ورته ويلي چې څو پورې وزيراعظم عمران خان په خپله دوی له نه وي ورغلی، د هزاره ګانو د وژونکو د نيولو او د دوی د خونديتوب باور يې نه وي ورکړی مړي نه ښخوي.

د بلوچستان صوبې د بولان په مچهـ سیمه کې د خالي/شنبې په ورځ د نامعلومه وسله والو لخوا هزاره خواريکښ تښتول شوي او بیا په ډزو وژل شوي وو، داعش د دغه پېښې زمه واري منلې وه.

له دې وړاندې د کورنيو چارو وزير شېخ رشيد، د سېنېټ مرستيال سپيکر قاسم سوري او د بلوچستان صوبې د کورنیو چارو وزیر مير ضيا لانګو هم په احتجاج ناستو کسانو ته ورغلي او هغوی ته يې د احتجاج ختمولو او د مړو د ښخولو ويلي، خو احتجاج کوونکو ورته انکار کړی ؤ.

بل لور ته د کوټې د احتجاجي پرلت په ملاتړ د کراچۍ په شاهراه فېصل سړک دپاسه په ناتا خان، ملير 15، ګلستان جوهر، ګلشن اقبال او نمايش چورنګۍ سره په څو نورو ځايونو کې هم احتجاجي ناستې روانې شوي دي.

په کراچۍ کې احتجاج کوونکي وايي څو پورې چې د کوټې پرلت روان وي دوی په کراچۍ کې په احتجاج ناست وي.

په کراچۍ کې د احتجاجي ناستو له امله د ګاډو چلند اغېزمن شوی او د پي ايي ای وياند ويلي په شاهراه فېصل او نورو علاقو کې د ټرېفک ودرېدو له امله دې مسافر په وخت هوايي اډې ته د تلو برابرتيا وکړي او د هوايي اډې څخه دې د الوتکو د پروازونو وخت مالوم کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG