لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغان مذاکراتي ډلې د دسمبر په 9مه د ایجنډا پر موضوعاتو بحثونه پیلوي


واشنګټن ـــ د طالبانو او افغان حکومت مذاکراتي ډلو د درې اوونۍ تر ځنډ وروسته د شورو- چارشنبې په ورځ د مذاکراتو د دویم پړاو د پیلېدو لپاره خپله لومړنۍ رسمي او ابتدایي ناسته کړې چې ټاکل شوې په دې پړاو کې به د ایجنډا پر موضوعاتو بحثونه وشي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم او د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې ټویټر پاڼې دغه لومړۍ ناسته تایید کړې او لیکلي یې دي:

"په ناسته کې پرېکړه وشوه چې د راتلونکې شنبې- خالي په ورځ به د دواړو لوريو له خوا د اجنډا د موضوعاتو څېړلو لپاره ټاکل شوي ټيمونه په خپل کار پيل کوي".

بل لور ته د افغانستان د ولسي جرګې غړي وایي د طالبانو او افغان پلاوي تر منځ باید مذاکرات چټک شي. د ولسي جرګې غړو د شورو- چارشنبې په ورځ د غونډې په امتیازي ساعت کې د خبرو په مهال ویلي چې د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د مذاکراتو دویم پړاو په پیلېدو اړتیا ده چې ژر تر ژره جګړه ختمه شي او اوربند تامین شي.

د سولې مرکچي پلاوي غړې شریفه زرمتۍ وایي اوربند د افغانانو تر ټولو ستره غوښتنه ده او دواړه لوري دې ژر تر ژره دې هدف ته د رسېدو لپاره خپلې هڅې کوي.

د افغان دولت مرکچي پلاوی وایي، چې د خبرو په دې پړاو کې به یې ټینګار د جګړې پر درېدو او ډزبندۍ وي، خو طالبانو لا تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي. د ولسمشر غني ویاند په یوه ټوېټ پیغام کې ویلي، مذاکراتي پلاوی دوحې ته تللی او د حکومت بشپړ ملاتړ له ځان سره لري:

"یاد پلاوی د افغان دولت او خلکو بشپړ ملاتړ له ځان سره لري او د افغانانو لومړیتوب ژر تر ژره د تاوتریخوالي درېدل، اوربند او تلپاتې سولې ته رسېدل دي".

د سیاسي چارو شنونکی نذیر زاهد وایي په هیواد کې روان وضیعت هیچا ته د قبول وړ نه دی. زاهد وایي د "دویم پړاو خبرو لپاره هم هیلې شته او هم ناهیلي ځکه له حالاتو سړی نه پوهیږي چې سولې ته رسیږي او که به بیرته هیواد کې جګړه پیل کیږي".

ډاکټر عبدالله عبدالله ویلي چې د سولې له خبرو سره هممهاله روان تاوتریخوالی د جدي اندېښنې وړ دی او طالبانو ته په کار ده چې له جګړې لاس واخلي او تاوتریخوالی کم کړي. پخواني ولسمشر حامد کرزي هم له خلیلزاد سره د خبرو پر مهال ویلي چې خبرې باید د سولې سبب شي او دلته دې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره اغېزناک ګامونه اوچت کړل شي. هغه هم اوسنی تاوتریخوالی د اندېښنې وړ بللی دی.

اورپایي ټولنه وایي، په افغانستان کې روان تاوریخوالی د اندېښنې وړ دی او که طالبان په ریښتیا سوله غواړي اوربند دې وکړي. په افغانستان کې د اروپایي ټولنې د استازي مرستیال ارناوت پاولس ويلي، په دې حساس وخت کې د جګړې دوام هیڅ د منلو وړ نه دی.

د افغان دولت او طالب مرکچي پلاویو ترمنځ د خبرو د پېل درې میاشتې تیریږي چې په لومړي پړاو کې له دریو میاشتو خبرو وروسته دواړو ډلو د کړنلارې پر سر هوکړه وکړه چې اوس به د اجنډا پر موضوعاتو بحثونه پیلوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG