لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پوځ: قبايلي سيمې په ریاستي عملدارۍ کې دي، پوځ دې په سياست کې رانه کښل شي


د پاکستان د پوځ وياند ويلي، قبایلي سيمې چې وړاندې ټولې په رياستي عملدارۍ کې نه وې اوس د رياست په کنټرول کې دي. هغه ويلي پوځ د چا سره پټې رابطې نه لري او په سياست کې دې رانه کښل شي.

مېجر جنرل بابر افتخار پرون د ګل/دوشنبې په ورځ په راولپنډۍ کې د پوځ په مرکز جي اېچ کيو کې خبري غونډې ته په وېنا کې وويل، په پاکستان کې امنيتي وضع ښه شوې ده.

مېجر جنرل افتخار د ردالفساد عملياتو په اړه وويل لاس ته راوړنې يې پکې کړي او د دغه عملیاتو د لارې يې درې لکه، 71 زره 171 استخباراتي عمليات کړي، او زياته کړې يې ده نن ټوله قبايلي سيمه د خېبر پختونخوا برخه ده.

هغه وويل، په كال 2020ﺀ كې د ترهګرۍ پېښې د كال 2019 په پرتله 45 فيصده کمې شوي دي.

پوځي ویاند ويلي، قبايلي سيمه چې وړاندې پکې پوره رياستي عملداري نه وه اوس ټوله د رياست په کنټرول کې ده.

د پوځ ویاند دغه خبره په داسې حال کې کړې چې پښتون ژغورنې غورځنګ (پي ټي اېم) تور لګوي چې په قبایلي ضلعو کې وسله وال بيا سر راپورته کوي او په وروستيو کې د حکومت مخالفه ګوندونو غورځنګ (پي ډي اېم) د بنو په جلسه کې هم په قبايلي ضلعو کې د بدامنۍ په پېښو خبرې کړې وې.

پوځي وياند زياته کړې په پاکستان کې يوه ترهګره ډله هم په منظم ډول شتون نه لري او داعش په پاکستان کې زيات وجود نه لري.

هغه تور لګولی چې بهرني قوتونه په پاکستان کې د داعش پياوړي کولو هڅه کوي.

د پاکستان په پوځ په سياست کې د لاسوهنې د تورونو لګولو په ځواب کې وويل، په پوځ تورونه لګول ښه خبره نه ده پوځ په سياست کې لاسوهنه نه کوي بايد پوځ په سياسي ماملاتو کې رانه کښل شي.

د پي ډي اېم د مشر مولانا فضل الرحمان پېنډۍ ته د لاریون په ځواب کې هغه وويل، پېنډۍ ته د لانګ مارچ کوم علت خو نه ښکاري خو بيا هم که پي ډي اېم پېنډۍ ته راغلو"چای اوبه به پرې وڅښي".

د پي ډي اېم مشر مولانا فضل الرحمان ويلي د حکومت پرضد اسلام اباد ته او پېنډۍ ته هم لاريون کولی شي، پي ډي اېم د عمران خان حکومت د پوځ او اسټبلشمنټ په لاسو جوړ حکومت بلي او وايي د لرې کولو پورې به يې پرضد مبارزه جاري ساتي.

حکومت د پي ټي اېم تورونه ردوي او وايي په دغه غورځنګ کې شامل ګوندونه د خپلو مشرانو د غلاګانو پټولو دپاره راوتي دي.

د پوځ وياند د افغانستان او ايران سره په پوله د امنیت په اړه ویلي، چې د افغانستان سره په پوله د سيمو د ازغن تار لګولو زيات کار ترسره شوی او د ايران سره په پوله هم د ازغن تار په لګولو کار روان دی او د چا مجال نشته چې دغه د سيمو ازغن تار لرې کړي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG