لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

طالبانو په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د کمېدو هرکلی کړی


واشنګټن ــــ افغان طالبانو د امریکې د هغه اعلان هرکلی کړی چې وایي په افغانستان کې یې د جنورۍ پر 15مه د خپلو پوځیانو شمېر 2,500 ته را کم کړی او ټینګار یې کړی چې د دوحې له تړون سره سم باید تر مې میاشتې خپل پاته پوځیان هم وباسي.

په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم د شنبې- خالي په ورځ پر خپل ټویټر لیکلي، دوی له خپل اړخه امریکې ته پوره ډاډ ورکوي چې په توافقنامه کې خپلو کړيو ته وعدو ته ژمن دي او له مقابل لوري هم ورته غوښتنه لري. ډاکټر نعیم لیکلي:

"له افغانستان څخه د نورو امريکايي ځواکونو وتل چې پرون [د جنورۍ 15مه] يې متحده ایالاتو اعلان وکړ د دوحې د توافقنامې په اړه يو عملي ګام او ښه پرمختګ دی. بې له شکه د اسلامي امارت او امريکا ترمنځ د شوې توافقنامې عملي کیدل د دواړو هیوادونو او ملتونو په ګټه دي".

د امریکې ولسمشر ډانلډ ټرمپ د جنورۍ پر 14مه ناوخته په یو لنډ بیان کې ویلي وو چې په افغانستان کې یې د امریکایي پوځیانو شمېر په تېرو نولس کلونو کې تر بل وخت کم کړی دی. د جمعې په ورځ د امریکې دفاع وزارت هم تایید کړه چې په افغانستان کې یې د خپل پوځ شمېر 2,500 ته را کم کړی دی.

افغان حکومت د امریکایي پوځونو د وتلو په اړه په رسمي توګه څه نه دي ویلي، خو د افغانستان د ملي‌ امنیت شورا وایي د امریکایي پوځیانو را کمېدل په هېواد کې د امنیت پر وضعیت او د افغان ځواکونو پر عملیاتو هیڅ اغېز نه کوي.

2,500 امریکایي پوځیان په داسې وخت کې له افغانستانه وتلي چې په دې وروستیو کې د ناامنۍ پېښې لا زیاتې شوې دي خو طالبان لا هم د افغان حکومت او امریکې پر غوښتنه برسېره ډزبندۍ ته تیار نه دي.

د افغان چارواکو په وینا په تېرو شاوخوا څلرویشت ګنټو کې د افغانستان په پایتخت کابل، هرات، بغلان، لغمان ، ننګرهار، کندهار او هلمند ولایتونو کې وسلوال بریدونه شوي چې وایي په نتیجه کې یې شاوخوا 20 امنیتي سرتېري وژل شوي‌ دي.

بل لور ته ځینې سرچینې وایي چې په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي پلاوو تر منځ پرون هم ناسته نه ده شوې او د ایجنډا پر موضوعاتو رسمي بحثونه نه دي پیل شوي. د امنیت په چارو کې د افغانستان د ممکت وزارت ویانده نجیب انوري وایي:

"مذاکراتي ډلو تر خپل منځ د ایجنډا پر موضوعاتو بحث ته د تیارۍ لپاره داخلي ناستې کړې دي او د دوی فهرست په بشپړه توګه تیار دی چې نورې خبرې ورباندې وکړي".

امریکې او طالبانو د 2020م کال په فرورۍ میاشت کې د سولې تړون لاسلیک کړی وو، چې له مخې به یې امریکا د سږ کال تر مې میاشتې ټول ځواکونه له افغانستانه باسي او طالبان به د القاعده ډلې د له منځه وړلو په ګډون له افغان حکومت سره مذاکرات کوي خو دا چې د امریکې د نوي منتخب ولسمشر جوبایډن په راتګ سره به دا تړون پر ځای پاته شي که نه دا به د جنورۍ له 20مې وروسته څرګنده شي.

XS
SM
MD
LG