لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د جوبایډن اداره طالبانو ته د امریکایي عسکرو پر وژلو د روس د انعام ورکولو دعوه څېړي


واشنګټن ـــ د امریکې د نوي ولسمشر جو بایډن ادارې په افغانستان کې د امریکايي سرتېرو د وژلو لپاره د روس له خوا طالبانو ته د انعام او د پیسو ورکولو د ادعا د څېړنې امر کړی دی. مخکیني ولسمشر ډانلډ ټرمپ دا دعوې رد کړې وې.

د دغو څېړنو لپاره نوې انتطامیې د خپلو استخباراتي ادارو څانګو سره خبرې کړي چې ژر تر ژره دې دغه پلټنې پېل کړي. د سپینې ماڼۍ د مطبوعاتو سیکرټرې جین سکي د شنبې- خالي په ورځ رسنیو ته وویل:

"تر دې دمه ولسمشر جوبایډن استخباراتي څانګې ته امر کړی چې د سولر وینډز سایبري سرغړونې، د کال 2020م کال په ټاکنو کې د روس د مداخلې، د اپوزیشن مشر الیکسي ناوالني پر وړاندې د کیمیاوي وسلو کارول او په افغانستان کې په امریکايي سرتیرو باندې د انعام ورکولو د ادعا څیړنې وکړي".

څو میاشتې وړاندې د امریکې نیویارک ټایمز ورځپاڼې ویلي وو چې امریکايي استخباراتي مامورینو داسې معلومات ترلاسه کړي چې ښايي په افغانستان کې د امریکايي او نورو خارجي اتحادي عسکرو د وژلو په سر به روس د طالبانو سره تړلو وسله والو ته انعامونه ورکول.

نیویارک ټایمز راپور ورکړی وو چې پخواني صدر ډانلډ ټرمپ ته د روس په اړه دغه استخباراتي معلومات هم ورکړی شوي وو خو رویټرز په خپل یو ریپورټ کې لیکلي‌ وو چې سپینې ماڼۍ د روس په اړه د کوم ګام منظوري نه وه ورکړې.

پخواني صدر ټرمپ هاغه وخت د نیویارک ټایمز دا راپور او ادعا جعلي بللې وه چې ګواکې په افغانستان کې مېشت امریکايي ځواکونو د وژلو لپاره کوم بل هیواد به د انعام په توګه طالبانو یا نورو ډلو ته پېسې ورکړې وي، خو ښاغلي ټرمپ‌ ویلي وو که داسې څه پیښ شوي وي نو غچ به یې اخیستل کیږي.

د دغو خبرونو وروسته هاغه مهال د ډیموکرېټک پارټۍ غړو د روس په اړه د معلوماتو په سر په صدر ټرمپ نیوکې کړې وې او د دې پرضد یې د عملي ګامونه اخیستلو غوښتنه هم کړې وه.

روس او افغان طالبانو هغه رپوټ رد کړی وو او بې بنیاده یې بللی وو چې وایي روس په افغانستان کې د امریکایي پوځیانو د وژلو پر سر له طالبانو سره تړلو وسلوالو ته د نغدو روپیو انعامونه ورکول.

د رویټرز ترمخه نیویارک ټایمز پخپل رپورټ کې ویلي په 2019م کال کې 20 امریکايي عسکر په افغانستان کې وژل شوي خو دا نه ده معلومه چې کومې وژنې په مشکوک توګه د روسي انعام دپاره شوې دي.

دا خبرې په داسې وخت مخې ته راځي چې د امریکې د بهرنیو چارو لپاره نومول شوي وزیر انټوني بلینکین ویلي‌ چې له طالبانو سره د 2020م کال د فبرورۍ میاشتې تړون ته به له سره کتنه کوي.

د طالبانو او امریکا د دوحې تړون له مخې ټول امریکايي ځواکونه تر سږنۍ مۍ میاشتې له افغانستانه وځي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG