لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې خزانې وزارت: القاعده په افغانستان کې د طالبانو په مرسته لا پیاوړې کېږي


واشنګټن ـــ د امریکې د خزانې وزارت د ترهګرۍ د غیرقانوني مالي مرستو په ضد هڅو په ترڅ کې روانه میاشت ویلي چې القاعده ډله اوس هم په افغانستان کې د طالبانو په مرسته فعاله ده خو طالبانو دا دعوه رد کړې او وايي چې القاعده ډله کلونه وړاندې له افغانستانه وتلې ده.

د امریکې د دفاع وزارت په وروستیو کې د خزانې د وزارت له انسپیکټر جنرل [عمومي پلټونکي] څخه د ترهګرۍ د غیرقانوني مالي سرچینو په اړه د پلټنو جواب غوښتی وو، چې خزانې وزارت ورته ویلي، القاعده ډله اوس هم په افغانستان کې د طالبانو تر څارنې لاندې قوت تر لاسه کوي.

د خزانې وزات عمومي پلټونکي ګریګوري سلېوان د دې هېواد د دفاع وزارت انسپیکټر جنرل ته په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش خراسان څانګې د فعالیتونو او مرستې په اړه په استولي یادښت کې د امریکا د خزانې وزارت په حواله وايي:

"له 2020م کال راهیسې القاعده شبکه په افغانستان کې پیاوړې شوې او دې شبکې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له هغوی سره خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی."

په دې یادښت کې ویل شوي چې القاعده شبکه لا هم د خپلو هغو ملاتړو او اشخاصو په چندو حساب کوي چې باور لري د دوی مرستې په بشري او خیریه چارو لګول کېږي.

تردې مخکې هم ځینو امریکايي چارواکو ویلي وو چې القاعده شبکه له طالبانو سره اړیکې لري.

د امریکا د خزانې وزارت د عمومي پلټونکي ګریګوري دا یادښت چې د امریکا دفاع وزارت د پوښتنو په جواب کې استول شوی وايي، چې د حقاني شبکې لوړپوړو کسانو له القاعده شبکې سره د یو شریک او د دې شبکې په مرسته د وسلوالو جنګیالیو د یوې نوې څانګې په جوړولو بحثونه کړي دي.

دا یادښت زیاتوي چې د 2020م کال د مې د میاشتې د معلوماتو پر اساس طالبان او القاعده پخپلو کې منظمې غونډې کوي او اړیکې یې پیاوړې کړي دي.

په یادښت کې د امریکا د خزانې وزارت په وینا زیاته شوې چې په برصغیر کې له القاعده سره تړلې ګروپونه او همدارنګه د پاکستان د طالبانو د تحریک په شمول یو شمېر نورې ترهګرې ډلې لا هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ پرتې سیمې د خپلو خوندي پناه ځایونو په توګه کاروي او ګومان کېږي چې د القاعده شبکې مشران ورسره مرسته کوي.

د امریکا د خزانې وزارت په دې رپوټ کې اندېښنه ښودل شوې چې القاعده شبکه په افغانستان کې د ودې او پراختیا په حال کې ده او تر دې دمه څه داسې نخښه نشته چې وښيي طالبانو له یادې شبکې سره اړیکې پرې کړي دي.

وسلوالو طالبانو دا رپوټ رد کړی او وایي په افغانستان کې د القاعده په ګډون نورې وسلوالې ډلې نه شته. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ازادي‌ رېډیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي، داسې رپوټونه د دوحې تړون ته د زیان رسولو لپاره خپرېږي، خو وايي طالبان له امریکا سره د سولې تړون ته ژمن دي.

خو د افغانستان دفاع وزارت وايي، وسله والو طالبانو له امریکا سره د دوحې د تړون په ضد له القاعده شبکې سره اړیکې نه دي پرې کړي او د دې شبکې په مرسته لا هم په دې هېواد کې خپلو حملو ته دوام ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG