لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغان ملي امنیت شورا: طالبان او القاعده نه بېلېدونکي نظریاتي متحدین دي


واشنګټن ــــ د امریکې د خزانې وزارت وروستي رپوټ ته په غبرګون کې چې وايي القاعده لا هم په افغانستان کې پسې پراخېږي، د افغانستان د استخباراتي ادارې ملي‌ امنیت شورا ویلي وسلوال طالبان او القاعده شبکه په خپلو کې نه شلېدونکې اړیکې لري.

په کابل کې د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ د شورو- چارشنبې په ورځ وي او اې ډیوه ته په وینا کې د امریکې د خزانې رپوټ پر ځای وباله او ویې ویل چې القاعده ډله لا هم په افغانستان کې فعاله ده:

"طالبان او القاعده ایډیالوجیکې اړیکې او ګډې موخې (هدفونه) لري چې یو له بل نه په اسانۍ نه شي بېلېدای".

طالبانو د امریکې د خزانې وزارت رپوټ په کلکه رد کړی او هغه یې په بشپړه توګه له حقیقته لرې بللی دی. د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د شورو- چارشنبې په ورځ په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې په اوس وخت کې د القاعده ډلې هیڅ یو غړی په افغانستان کې نه شته او نه ورته اړتیا شته. په خبرپاڼه کې راغلي:

"په 2001م کال کې چې په افغانستان کې پراخه جګړه پیل شوه او وروسته په عربي نړۍ کې هم پاڅونونه وشول، د القاعده غړي او نور بهرني [جنګیالي] چې په افغانستان کې اوسېدل بیرته خپلو هېوادونو ته ستانه شول".

د افغانستان د ملي امنیت شورا ویاند رحمت الله اندړ وایي، طالبانو له امریکې سره د 2020م کال د فرورۍ په تړون کې هوکړه کړې وه چې په افغانستان کې به له القاعده او نورو ترهګرو ډلو سره اړیکې پرې کوي خو وایي وروستۍ پېښې څرګندوي چې دا اړیکې یې نه دي شلولې:

"طالبان او القاعده یو ځای د حکومت په ضد جنګېږي، په تېرو درو میاشتو کې د طالبانو په لیکو کې د القاعده ډلې 11 تنه د ملي امنیت له خوا نیول شوي او درې مشران یې وژل شوي دي".

په افغانستان کې د القاعده ډلې د شته والي او له طالبانو سره یې د اړیکو موضوع په داسې وخت کې بیا را پورته شوې چې په قطر کې د سولې بین الافغاني خبرې له ځنډ سره مخ دي. افغان پلاوی د خبرو د ځنډ پړه پر طالبانو ور اچوي.

د افغانستان د دفاعي چارو یو څېړونکي عمر ساپي د وي او اې ډیوه خبریال حقمل روان سادات ته ویلي، د بین الافغاني مذاکراتو په اړه بې پروایي د اندېښنې وړ ده:

"د طالبانو او امریکې د سولې د تړون باوجود هم د ترهګرۍ بریدونه په ښارونو کې په ټیټه کچه ډېر زیات کېږي، په دې کې شک نه شته چې د طالبانو ځینې کړۍ به په دې کې لاس لري، طالبان له امریکې سره کړي تړون ته تر اوسه ژمن نه دي‌ پاته شوي".

د امریکې د خزانې وزات عمومي پلټونکي ګریګوري سلېوان د دې هېواد د دفاع وزارت انسپیکټر جنرل ته په افغانستان کې د القاعده شبکې او داعش خراسان څانګې د فعالیتونو او مرستې په اړه په استولي یادښت کې ویلي وو، له 2020م کال راهیسې القاعده شبکه په افغانستان کې پیاوړې شوې او دې شبکې د طالبانو تر ولکې لاندې سیمو کې له هغوی سره خپل فعالیت ته دوام ورکړی دی.

XS
SM
MD
LG