لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې نوی خارجه وزیر وایي له خپلو اتحادیانو سره به د نړیوالو چېلنجونو مخه نیسي


د امریکې د بهرنیو چارو نوی وزیر انټوني بلینکن
د امریکې د بهرنیو چارو نوی وزیر انټوني بلینکن

واشنګټن ــــ د امریکې د بهرنیو چارو نوي وزیر انټوني بلینکن ژمنه کړې چې د خپل هېواد د بهرنيو خدمتونو په برخه کې له پراخې او هراړخیزې سرمایه کارۍ سره به له خپلو بنیادي متحدینو همکارانو سره په ګډه د نړیوالو چېلنجونو د مخنیوي لپاره کار کوي.

د شورو- چارشنبې په ورځ د امریکې د بهرنیو چارو وزارت ته د دې دفتر د شاوخوا دېرشو نارینه او ښځینه کارکوونکو له خوا د ښاغلي انټوني بلینکن رسمي هرکلی وشو. بلینکن په دې مهال پخپله وینا کې وویل چې د امریکې مشرتابه ته په ټوله نړۍ کې اړتیا ده.

"د د کورونا وایرس، موسمي بدلون، اقتصادي ستونځو، جمهوریتونو ته د ور پېښو خطرونو، د نسلي برابرۍ لپاره د مبارزې، زموږ او نړۍ امن او ارامۍ ته د دښمنانو له خوا د سترو چېلنجونو په وړاندې به له خپلو اتحادیانو او همکارانو سره سفارتي اړیکو ته وده ورکوو".

د امریکې سېنټ د نهې- سه شنبې په ورځ د 22 رایو په مقابل کې په 78 رایو ښاغلی انټوني بلینکن د امریکې د بهرنیو چارو د 71م وزیر په توګه تایید کړ. سیکرټري آف سټېټ یا خارجه وزیر د امریکې په حکومتي کابینه کې تر ټولو مهمه څوکۍ ده.

انټوني بلینکن تېره اوونۍ د سېنټ له خوا د ده د تایید په غونډه کې ویلي وو،‌ دی تیار دی چې د چین، ایران، روس او شمالي کوریا له خوا د ور پېښو چېلنجونو په وړاندې مبارزه وکړي. نوموړي ویلي وو:

"چین د امریکې ملي ګټو ته تر ټولو زیات خطر جوړوي، زموږ تر منځ اوس هم د اړیکو مخالف اړخونه په زیاتېدو دي، یقیناً د سیالۍ او همکارۍ اړخونه چې دا زموږ د دواړو په ګټه دي".

د امریکې د اپوزیشن ریپبلکن ګوند سنېټرانو بیا اندېښنه څرګنده کړې چې کېدای شي انټوني بلینکن له خپلې نوې انتظامیې سره د ایران د 2015م کال اېټمي تړون ته د بیرته ور داخلېدو په برخه کې مرسته وکړي، چې وایي دا به پر ایران د ډانلډ ټرمپ‌ فشار بیرته را کم کړي.

د سېنټ د بهرنیو اړیکو د کمېټۍ ریپبلکن غړی سنېټر ټیډ کروز وایي، هغه پالیسۍ چې ښاغلی بلینکن یې د بهرنیو چارو د وزیر په توګه خصوصاً د ایران په برخه کې عملي کول غواړي، دا به په خطرناکه توګه د امریکې ملي سلامتۍ ته زیان ورسوي:

"دا کار به د بایډن انتظامیه له کانګرس سره په ناندریو او مخالفتونو اخته کړي، نو زه هغه د خارجه وزیر په توګه نه شم تاییدولای".

په سېنټ کې د ځان د تایید په مهال بلینکن هوډ وکړ، چې د امریکې د بهرنیو چارو وزارت مورال او سفارتي حیثیت به بیرته جوړ کړي. نوموړي هغه مهال ژمنه کړې وه، چې که د وزیر په توګه تایید شي، له طالبانو سره د خبرو په ترڅ کې به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د افغانو ښځو او نجونو په ګرانه لاسته راغلې ګټې وساتل شي.

بلینکن ویلي وو پر طالبانو د امریکې د ملي امنیت په برخه کې دومره باور هم نه دی پکار چې ګواکې دا ډله به امریکا د القاعده او داعش ډلې له خطره وساتي. ده ویلي وو چې له افغانستانه د پاته امریکایي پوځیانو را ایستل به په حالاتو پورې اړه ولري.

د بهرنیو چارو نوی وزیر 58 کلن انټوني بلینکن له نوي ولسمشر جوبایډن سره نیژدې اړیکې لري چې د پخواني ولسمشر بارک اباما په انتظامیه کې هم د بهرنیو چارو وزارت مرستیال پاته شوی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG