لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سولې د خبرو د ځنډ په مهال د طالبانو یوه پلاوي له ایران وروسته روس ته سفر کړی


د عباس ستانیکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی په مسکو کې
د عباس ستانیکزي په مشرۍ د طالبانو پلاوی په مسکو کې

واشنګټن ـــ په قطر کې د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو تر منځ په خبرو کې د ځنډ په مهال ایران ته د طالبانو د سیاسي دفتر د لوړرتبه پلاوي تر سفر وروسته د دې ډلې یوه بل پلاوي د جنورۍ پر 27مه روس ته سفر کړی او هلته یې له چارواکو سره لیدلي دي.

د روس د بهرنیو چارو وزارت د طالبانو د ورغلي پلاوي په اړه خبرپاڼه خپره کړې او ویلي یې دي چې د افغانستان لپاره د روسي ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف "د طالبانو د تحریک" له پلاوي سره مشاورتي خبرې کړې دي. خبرپاڼه لیکي:

"روسي لوري د بنیادي او ګټورو بین الافغاني خبرو په ملاتړ خبرې وکړې چې څومره ژر کېدای شي دا خونړۍ کورنۍ جګړه ختمه شي او په افغانستان کې یو اغېزمن ملي حکومت جوړ شي".

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند ډاکټر محمد نعیم هم د پنجشنبې- زیارت په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه د دې سفر خبر خپور کړی او لیکلي یې دي چې دغه پلاوی د دوی د سیاسي دفتر او د مذاکراتي ډلې د مرستیال شېرمحمد عباس ستانیکزي په مشرۍ مسکو ته تللی دی.

ډاکټر نعیم لیکلي چې پلاوي یې په مسکو کې د روس د ولسمشر له ځانګړي استازي ضمیر کابلوف، د هغه له مرستیال او د روس د بهرنیو چارو وزارت د ځینو نورو ادارو له چارواکو سره لیدلي دي. ډاکټر نعیم لیکلي:

"په ملاقات کې د دواړو هېوادونو اړونده موضوعاتو تر څنګ د بین الافغاني مذاکراتو د روان وضعیت او د دوحې د توافقنامې په پوره تطبیق بحث وشو".

د طالبانو یوه بل لوړرتبه سیاسي پلاوي د دوی د قطر دفتر د مشر ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د جنورۍ پر پینځمه ایران ته هم سفر کړی وو، چې د رپوټونو له مخې د دې هېواد له چارواکو سره یې د افغان سولې بهیر تر څنګ هلته د افغان کډوالو پر حالت هم خبرې کړې وې.

د طالبانو د دفتر ویاند ډاکټر نعیم دا نه دي ویلي چې مسکو ته تللی پلاوی به یې څو ورځې هلته وي او له نورو چارواکو سره به هم ویني که نه، خو وایي روسي چارواکو د سولې په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی:

"روسيې په افغانستان کې د سولې د راتګ په اړه د خپلې همکارۍ ډاډ څرګند کړ. دواړو لوریو د يادو موضوعاتو په اړه نظریات، مشورې او پیشنهادونه سره تبادله کړل".

د روس د بهرنیو چارو وزارت وایي طالبانو د ملي پخلاینې په برخه کې د ماسکو د هڅو او له افغانانو سره د سوله ییز، ازاد او په اقتصادي لحاظ پیاوړي ریاست په جوړولو کې د روس د کردار ستاینه وکړه.

افغان حکومت تر اوسه روس ته د طالبانو د پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي، خو ایران ته د طالبانو د پلاوي په اړه یې ویلي وو چې دا سفر د دوی په خوښه شوی دی.

ایران او روس ته د طالبانو لوړرتبه پلاویو په داسې وخت کې سفرونه کړي چې په قطر کې یې د افغان حکومت له مذاکراتي ډلې سره له تقریباً دوو اوونیو راهیسې ناسته نه ده شوې چې د افغان حکومت د مذاکراتي ډلې غړی نادر نادري یې پړه پر طالبانو ور اچوي.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG