لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ستانیکزی: که اشرف غني استعفی وکړي خبرې کوو. مرتضوي: ستانیکزی د کومو استخباراتو له خوا دا خبرې کوي؟


واشنګټن ــــ طالبانو تور پورې کړی چې د افغان ولسمشر اشرف غني حکومت په افغانستان کې د سولې د راتګ په مخ کې خنډ دی، وایي که هغه له خپلې څوکۍ استعفی ورکولو ته تیار شي نو دوی تیار دي چې په هېواد کې د نوي حکومت پر جوړېدو خبرې وکړي، خو افغان حکومت یې دا خبرې "جاهلانه" او "د بهرنیو استخباراتو" بللې دي.

د طالبانو د قطر دفتر مرستیال مشر شېر محمد عباس ستانیکزي روس ته د خپل سفر په مهال د جمعې په ورځ په یوه خبري غونډه کې ویلي، طالبان به تر هغه وخته جګړه و نه دروي چې تر څو بهرني ځواکونه له افغانستانه وتلي‌ نه وي.

د افغانستان د سټرېټیجۍ او پالیسۍ جوړونې په چارو کې د کورنیو چارو وزارت مرستیال صدیق صدیقي د عباس ستانیکزي څرګندونې "جاهلانه" بللې او وایي چې د سولې له خبرو د تېښتې دا بهانې یې افغان حکومت، ولس او نړیواله ټولنه نه شي تېرایستلای.

صدیقي صدیقي د عباس ستانیکزي د خبرو په غبرګون کې پر ټویټر لیکلي "طالبانو پخپلو پرله پسې پلمو د افغانستان له خلکو او اسلامي جمهوري نظام سره د جګړې پر دوام او دښمنۍ عمل وکړ او د سولې او ارامۍ او په ذمه واره توګه له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو د وتلو په اړه د افغان حکومت او امریکې طلایي موقعې یې ضایع کړې".

عباس ستانیکزي په قطر کې د سولې د خبرو د ځنډ پړه هم پر افغان حکومت ور اچولې او شرط یې وړاندې کړی چې د خبرو تر بیا پیلېدو مخکې دې د دوی پاته بندیان خوشي کړل شي او د ځینو مشرانو نومونه دې یې له تور نوملړه و ایستل شي.

صدیق صدیقي د بندیانو د خوشي کېدو په اړه لیکلي "د پینځه زره بندیانو خوشي کېدو ته پام وکړئ، څرنګه د بهرنیو ځواکونو وتل، په مذاکراتو کې ځنډ، د سولې خبرو له دویم پړاوه غیرحاضري او بیا هم په مسکو کې جاهلانه څرګندونې".

د طالبانو پلاوی د عباس ستانیکزي په مشرۍ وړمه ورځ روس ته تللی چې هلته یې د دې هېواد له لوړرتبه مشرانو سره لیدلي او د افغان سولې بهیر په اړه یې ورسره خبرې کړې دي. په همدې اوونۍ کې د ملا عبدالغني برادر په مشرۍ د طالبانو یو بل پلاوي ایران ته هم سفر کړی وو.

د افغان ولسمشر سلاکار شاه حسېن مرتضوي هم د طالبانو په جواب کې ویلي، د ولسمشر غني د صلاحیت او د کار موده په اساسي قانون (آیین) کې ټاکل شوې ده، وایي "عباس ستانیکزی د کومو بهرنیو استخباراتو له خوا دا خبرې کوي؟".

شاه حسېن مرتضوي د جمعې په ورځ پر ټویټر لیکلي "طالبان د سیاسي جګړې لپاره ماسکو او تهران ته ځي. د طالبانو اصل پیغام باید د امریکې نوي حکومت ته وي. ایران او ماسکو امریکې ته ښوول غواړي چې موږ هم کولای شو طالبان د ځان ملګري کړو او له دې ډلې د لوبې په توګه کار واخلو".

د یادونې وړ ده چې ولسمشر غني په دې وروستیو کې په تکرار سره په افغانستان کې د لنډمهالي حکومت مخالفت کړی او ویلي یې دي دی به هغه وخت استعفی ورکړي چې طالبان په افغانستان کې د خلکو په رایو د حکومت لپاره کامیابه شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG