لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د امریکې د کانګرس د دواړو ګوندونو غړو ته په وروستیو کې ګواښونه شوي


واشنګټن ـــ د امریکې د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي په داسې حال کې په کانګرس ودانۍ کې د امنیت زیاتېدو خبره کړې او چې د پارلمان ډېرو غړو ویلي ګواښونه ورته شوي او تور یې پورې کړی چې دا خطر نه یواځې د عامو خلکو له خوا بلکې په کانګرس کې د "دننه دښمن" له خوا هم دی.

د امنیتي اندېښنو په اړه د مېرمن پلوسي دې څرګندونو د پنجشنبې- زیارت په ورځ په کانګرس کې د دواړو ګوندونو تر منځ زیاتېدونکی کړکېچ وروسته له هغه لا روښانه کړ،‌ چې تېره میاشت د ټرمپ پلویانو پر کانګرس ودانۍ برید وکړ او په نتیجه کې یې پینځه تنه مړه شول.

روانه اوونۍ د کانګرس تر 30 غړو هغه دستاوېز لاسلیک کړ، چې پخپلو ضلعو کې یې د زیات تحفظ غوښتنه کړې وه. دوی ویلي په وروستیو کلونو کې د کانګرس غړو ته ګواښونه زیات شوي، چې وایي د تېر حکومت له پیله د 2018م مالي کال تر ستمبر پورې 4,900 ګواښونه شوي، خو په 2016م کال کې یواځې 900 وو.

د اسوشیېټډ پریس په وینا د استازو جرګې د امنیت مشر د جمعې په ورځ په یوه ایمېل کې ورته ویلي، د کانګرس غړي چې کله کار ته ځي یا له کاره ستنېږي نو پولیس یې امنیت ساتي.

د امنیتي چارو یو مشر ټیموتي پي بلاجیټ په ایمېل کې لیکلي، چې پولیس یو آنلاین پورټل جوړوي چې د کانګرس غړي دوی د خپل سفر له پلانه خبرولای شي او هلته دوی ته کېدونکي ګواښونه یا مشکوک فعالیتونه رپوټ کولای شي.

امنیتي چارواکي‌ ویلي د پایتخت واشنګټن پولیس به د سفر د ګڼې ګوڼې په ورځو کې د هوایي ډګرونو په شاوخوا او د واشنګټن رېلوې یونېن سټېشن سره د امنیتي ساتلو لپاره ګومارل کېږي.

د کانګرس غړو ته ګواښونه:

د نیویارک اوسېدونکی د ډیموکرېټ ګوند د استازو جرګې غړې الیکزنډریا اوکاسیو کورټېز هم له هغو غړو څخه ده چې په وروستیو کې ګواښونه ورته شوي دي. د عدالت د اسنادو له مخې د ټیکساس یو تن- چې د جنورۍ پر شپږمه د کانګرس پر ودانۍ په یرغل کې یې برخه اخیستې وه- د مېرمن کورټېز په ګواښلو تورن شوی، چې ویل کېږي په ټویټ کې یې لیکلي "اې او سي [اوکاسیو کورټېز] و وژنئ".‌

د استازو جرګې مشرې نېنسي پلوسي د پنجشنبې- زیارت په ورځ وویل "دښمن په اېوان کې دننه دی"، خبریالانو وپوښتله چې اشاره یې چاته ده، نوموړې په جواب کې وویل "ددې معنا دا ده چې موږ په کانګرس کې داسې غړي لرو چې غواړي اېوان ته توپک راوړي او هغه څوک چې د کانګرس نورو غړو ته یې د تشدد ګواښ کړی".

د رسنیو رپوټونه وایي د مېریلېنډ اوسېدونکي د استازو جرګې غړي اینډي هېریس تېره اوونۍ اېوان ته له وسله معلوموونکې دروازې پرته د ننوتلو هڅه کوله چې وایي وروسته معلومه شوه وسله یې پټه ورسره اخیستې وه.

د نیویارک اوسېدونکی حکیم جېفریز د ډیموکرېټ ګوند یو بل غړی دی چې ګواښونه ورته شوي دي او د کېلیفورنیا ایالت یو تن د هغه کورنۍ ته د ګواښونو د پیغامونو په لېږلو تورن شوی دی.

د ډېموکرېټ ګوند د غړو تر څنګ د ریپبلکن ګوند غړو ته هم داسې ګواښونه شوي دي. د دې ګوند غړی ایډم کینزینګر- چې د ایلینوی ایالت اوسېدونکی دی- واشنګټن پوسټ ته ویلي چې کله یې له خپلې څوکۍ د ټرمپ د لرې کېدو خبره کړې پرله پسې یې ګواښوونکي پیغامونه تر لاسه کړي دي.

د واشنګټن ډي سي پولیسو د کانګرس پر غړو ټینګار کړی چې د کانګرس پر ودانۍ شاوخوا دایمي اغزن تار ولګوي،‌ خو د دواړو ګوندونو غړو یې دا وړاندیز سمدستي رد کړی دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG