لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

وړانګه:‌ د ارمان مقدمه پر هماغه ځای پرته ده، موږ ته انصاف نه دی راکړل شوی


Arman Loni

کوټه ـــ د ارمان لوڼي خور وړانګه لوڼۍ د خپل ځوانیمرګ ورور د دویم تلین په مناسبت وايي دوه کاله تېر شول خو لا هم انصاف نه دی ورته ورکول شوی. وړانګه وایي "د حکومت له خوا هیڅ پرمختګ نه دی شوی او د ارمان مقدمه پر هم هغه ځای ده".

پروفيسر ارامان لوڼی د پښتون ژغورنې غورځنګ د کور کمېټۍ غړی شاعر، ليکوال او اديب وو. ارمان لوڼي د کال 2019م پر 2مه فروري په بوري (لورالايي) کې تر يوه احتجاجي پرلت وروسته خپل ژوند هغه وخت له لاسه ورکړ، چې د لورالايي پوليسو له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د فعالانو د ګرفتارۍ پر وخت اخ و ډب شوی وو.

د ارمان کورنۍ او پښتون ژغورنې غورځنګ تور پورې کوي چې ارمان د پوليسو په وهلو وژل شوی، خو حکومت دا تورونه رد کړي او وايي د ارمان مرګ د زړه له دورې شوی دی.

وړانګه لوڼۍ وايي د انصاف د تر لاسه کولو لپاره د بلوچستان په هايکورټ کې کېس روان دی خو پېشۍ يې پر وخت نه کيږي:

"زموږ کېس د بلوچستان په هايکورټ کې دی، زموږ وکيلان د پېشۍ لپاره ورځي خو د سرکار له لوري وکيلان عدالت ته نه راځي او کېس لا هم پر هغه ځای دی".

په دې هکله مو د بلوچستان حکومت له سرکاري وکيل پروسيکيوټر جنرل نعمت الله ترين سره د موبايل فون له لارې تماس ونيو خو زموږ ټیلیفون ته يې د رپورټ جوړېدو تر وخته ځواب ونه وايه.

له بل لوري د ارمان لوڼي دويم تلين د کوټې په ګډون د بلوچستان په بېلابېلو ښارونو کې ولمناځل شوی او په قلعه سيف الله او نورو ښارونو کې غونډې او لاريوننه شوي دي.

احتجاج کوونکو "دا څنګه ازادي ده"، "پښتون ته ژوندون غواړو"، "ارمانه ستا په وينو انقلاب راولو"، "دا چې نامعلوم دی، دا موږ ته معلوم دی" شعارونه ورکول.

د کوټې په پريس کلب کې هم د پښتون ژغورنې غورځنګ تر نظارت لاندې په جوړه شوې لمانځغونډه کې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند، عوامي نېشنل ګوند، هزاره سياسي کارکنان ګوند غړو او مدني فعالانو ګډون درلود.

په غونډه کې شريک د هزاره سياسي کارکنان مشر طاهر خان هزاره وايي "په پاکستان کې بېلابېل قامونه اباد دي خو دغو قامونو ته بنيادي حقونه نه دي ورکول شوي او د حق لپاره پورته کېدونکي ږغونه لاندې کيږي".

وړانګه لوڼۍ وايي ارمان يې د کور څراغ وو خو هغه د قام د رڼا لپاره ځان قربان کړ، وړانګې پر پښتنو غږ وکړ چې سره يو شي او پر وطن د روانو "ناوړه حالاتو" مخه ونيسي.

  • 16x9 Image

    حفیظ الله شېرانی

    حفیظ الله ستوری شېرانی په بلوچستان کې د وي.او.اې ډیوه د خبریال په توګه کار کوي. هغه له بلوچستان پوهنتون څخه په جرنلزم او پښتو ادبیاتو کې ماسټرۍ کړې دي او له تېرو اوو کلونو راهیسې د جرنلزم په میدان کې کار کوي. شپږ کاله یې د پاکستان له (ډان) ټیلیویژن سره د خبریال په توګه کار کړی او په بېلابېلو ورځپاڼو کې یې کالمونه هم لیکلي دي. په بلوچستان کې د ډیوه رېډیو او ټیلویژن لپاره د ملټي مېډیا په برخه کې پر بېلابېلو سیاسي، کلتوري او ټولنیزو موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

     

XS
SM
MD
LG