لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د پښتو د نومیالي شاعر او لیکوال قلندر مومند اتلسم تلین یواځې په ټولنیزو رسنیو ولمانځل شو


قلندر مومند
قلندر مومند

واشنګټن ــــ د پښتو ژبې د نومیالي شاعر، لیکوال او نقاد قلندر مومند د اتلسم تلین په مناسبت په پښتونخوا کې کومه غونډه نه ده شوې خو د ادب او د هغه د شعر مینه والو یې پر ټولنیزو رسنیو یاد لمانځلی دی.

قلندر مومند په برصغیر کې د انګرېزانو په ضد د سیاسي هلو ځلو په مهال دې نړۍ ته سترګې غړولې او را ځوان شوی وو، ځکه خو یې په شاعري او افسانو کې مزاحمتي او مترقي رنګ زیات وو او د ده شعري ټولګه «سباوون» او د افسانو ټولګه «ګجرې» د هغه مهال د مترقي ادبیاتو بېسارې نمونې بلل کېږي.

سیاستوال، د بشري حقونو مبارز او شاعر افراسیاب خټک د قلندر مومند ادبي او علمي خدمتونه ستایلي او پر خپل ټویټر یې لیکلي:

"قلندر مومند ستر عالم، شاعر، نقاد، مفکر، قاتون پوه، استاذ او صحافي وو، په دغو ټولو میدانونو کې یې ځانګړي خدمات دي، د هغه لیکلی قاموس «دریاب» د دې هر څه د پاسه د پښتو ژبې د خدمت په لار کې لویه لاس ته راوړنه ده".

قلندر مومند د شاعرۍ تر څنګ لنډې کیسې (افسانې) هم لیکلې وې، د تحقیق او تنقید په میدان کې یې کار کړی او له انګرېزي ژبې یې ژباړې هم کړې وې.

د عوامي نېشنل ګوند مشر اسفندیار ولي خان هم د قلندر مومند د اتلسم تلین په مناسبت ټویټ کړی او د هغه ادبي او سیاسي خدمتونو ته یې د عقیدت پیرزوینې وړاندې کړې دي:

"د هغوي هر ليک او شعر د پښتون قام او تاريخ ترجمان ټکي دي ارواښاد قلندر مومند د بابا کلک ملګری وو او تر مرګه یې په اصولو سمجهوته ونه کړه".

د اسټرېلیا په سیډني ښار کې مېشت افغان شاعر او لیکوال عبدالهادي هادي لیکلي چې قلندر مومند پر پښتنو حق لري چې یاد یې ولمانځي. ښاغلي هادي پر خپل فېسبوک لیکلي:

"څوک چې پر پښتو او پښتنو د قلندر مومند پر حق سترګې پټوي ظلم کوي. څوک چې امکانات لري او قلندر مومند نه لمانځي ظلم کوي".

قلندر مومند د ادب تر څنګ د سیاست او جرنلزم په ډګر کې هم کار کړی وو او د خپلې سیاسي مبارزې له کبله یې په 1961م کال کې شپږ میاشتې د لاهور په لال قلعه کې د بند په توګه تېرې کړې وې او د خپل دې قید په اړه یې دا بیت ویلی وو:

چې په خوشحال په رنتمبور کښې وشوې

هغه کانې په ما لاهور کښې وشوې

پر ټولنیزو رسنیو ګڼ شمېر خلکو د قلندر مومند یاد لمانځلی او د هغه بېلابېل مشهور شعرونه یې پوسټ کړي دي، چې په هغوی کې ځینې یې په لاندې ډول دي:

د رڼا ناوې دغه ټولې قصې

ما سره ستا د مینې تور کې وشوې

ګلستان که مې په وينو تازه کيږي

هر ازغى دې هم زما په زړه کې مات شي

قلندره! چې په دار هم سربلند وو

هغه سر به اوس په پښو کې د صنم ږدم

داو به کړې یاران پرې قلندره ډېر

ته چې کومه لار ، د ژوندانه غواړې

د قلندر مومند د «سباوون» او «رڼایي» په نوم شعري مجموعې، د «ګجرې» په نوم افسانې، د «پټه خزانه فی المیزان» په نوم د پټې خزانې په اړه تنقیدي کتاب، «د خیرالبیان تنقیدي مطالعه»، «تنقید» د انګرېزي د یو کتاب ژباړه او لنډیز او د «دریاب» په نوم مرتب کړی قاموس او نور آثار او مقالې چاپ شوي وو.

د قلندر مومند اصل نوم صاحبزاده حبیب الرحمن وو چې د 1930م کال په ستمبر میاشت کې د پېښور په بایزیدخېل کلي کې زېږېدلی وو او د 2003م کال د فرورۍ پر څلورمه یې د 73 کلنۍ په عمر له نړۍ سترګې پټې کړې.

  • 16x9 Image

    بارکوال میاخېل

    بارکوال میاخېل لیکوال او خبریال دی، په واشنګټن ډي.سي کې له وي او اې ډیوه سره د ملټي مېډيا، ویبپاڼې او ادبي پروګرامونو په برخه کې کار کوي. پر بېلابېلو سیاسي، ادبي، ټولنیزو او کلتوري موضوعاتو رپوټونه جوړوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG