لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ترکمنستان ته دطالبانو سفر،چارواکو سره یې په افغان سوله اؤ نورو مهمو چارو خبرې کړي


دطالبانو یو لوړ رتبه پلاوی چې په قطر کې دطالبانو د سیاسي دفتر دمرستیال عبدالغني بردار په مشرۍ ترکمنستان ته تللی دغلته یې دترکمنستان دصدر اعظم مرستيال، د بهرنيو چارو وزير ښاغلي رشيد مردوف او نورو چارواکو سره لیدنې کړي دي.

په قطر کې دطالبانو ددفتر د ویاند ډاکټر محمد نعیم له مخې په دغو لیدنو کې د دوه اړخيزه موضوعاتو، د دواړو هيوادونو د ښو اړیکو، د سرحدونو د امنيت، په افغانستان کې د ترکمنستان هيواد د پيل کړو پروژو د ملاتړ، د بنديانو د خلاصون او په تعليمي او صحي چارو کې په همکاریو بحث وشو.

په ټوئټر طالب ویاند لیکلي په لیدنو د افغانستان د روان وضعيت او د سولې او ثبات په اړه هم د نظر تبادله وشوه.

هغه لیکلي” په لیدنه کې په ځانګړي ډول د ټاپي د پائپ لاين او ريل ګاډي د لويو پروژو په اړه خبرې وشوې، او د اسلامي امارت لخوا د نوموړو پروژو د ښه او پوره عملي کيدو په هکله د بشپړې همکارۍ ډاډ ورکړل شو”

افغان دولت ترکمنستان ته دطالبانو په سفر لا خپل غبرګون نه دی ښکار کړی خو تر دې وړاندې چې کله هغوئ پاکستان ته سفر کړی ؤ نو افغان دولت په ورکړل شوي پروټوکول نېوکې کړې وې.

په دې وروستیو کې دسیمې هیوادونو ته دا دطالبانو دسیاسي دفتر دمشرانو څلورم سفر دی اؤ تر دې وړاندې په نزدې وختونو کې پاکستان ،ایران اؤ‌ روس ته هم سفرونه کړي دي.

هغوئ دسیمې دهیوادونو دسفرونو دا لړۍ په داسې حال کې پیل کړې چې په دې وروستیو کې په قطر کې دطالبانو اؤ افغان دولت دمرکچي پلاوي ترمنځ دسولې خبرې ټکنۍ شوي اؤ هیڅ رقم پرمختګ پکې نه کیږي.

په عین حال کې په امریکا کې دجوبائیډن نوې انتظامیې د واک سمبالولو سره سم ویلي چې امریکا به طالبانو سره تیر کال دفرورۍ میاشت کې شوي دسولې خپل تړون ته بیا کتنه کوي.

امریکایي چارواکي تور لګوي چې طالبانو دسولې تړون کې دترهګرو ډلو په ځانګړي ډول القاعده څخه دجلا کیدو اؤ‌ دتشدد د کمولو کومې ژمنې کړې وې په هغې عمل کولو کې پاتې راغلي دي .

خو طالبان وایي چې امریکا سره یې خپلې ژمنې پوره کړي اؤ اوس که څوک دشوي تړون څخه پشا کیږي نو راتلونکي کې د یوې سترې جګړې بار به دهغوئ په اوږو وي.

روسیې ته دخپل سفر په مهال دطالبانو دقطر دسیاسي دفتر یو مهم مشر شیرمحمد عباس ستانکزي ویلي وؤ دسولې په لاره کې داشرف غني حکومت ستر خنډ دی اؤ که هغه د اقتدار نه تیر شي نو په همغه ورځ به سولې ته لاره هواره شي.

خو افغان ولسمشر اشرف غني واضحه کړې چې هغه د ولس په رائیو واک ته رسیدلی اؤ یوازې هغه چاته به واک سپاري چې ولس ورته رایه ورکړي.

Recommended

XS
SM
MD
LG