لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګري ملتونه: د کورونا له کبله په افغانستان، شام او عراق کې د توندروه ډلو خطر زیات شوی


واشنګټن ــــ ملګري ملتونه وایي د کورونا وایرس د نړیوالې وبا له کبله په افغانستان، شام او عراق په ګډون په هغو هېوادونو کې د توندروه ډلو داعش او القاعده خطر زیات شوی چې شخړې پکې روانې دي، خو وایي پر ګڼو حملو باوجود په یورپ کې دا خطر نسبتاً کم دی.

د تېرې پنجشنبې- زیارت په ورځ د ملګرو ملتونو امنیت شورا کارپوهانو یو رپوټ خپور کړی، چې د ترهګرو ډلو د فعالیتونو د زیاتېدو په اړه د اندېښنو انکشافات پکې شوي وو.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په رپوټ کې کارپوهانو ویلي، د 2020م کال په وروستیو شپږو میاشتو کې په هغو سیمو کې د ترهګرو ډلو خطرونه زیات شوي چې شخړې پکې روانې دي، ځکه چې وایي کورونا وایرس د امنیتي ادارو کارونه له ستونځو سره مخ کړي او وسلوال په دغو سیمو کې ازاد ګرځي.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په تازه رپوټ کې ویل شوي چې د تېر 2020م کال د فرورۍ له 29مې وروسته- چې د امریکې او طالبانو تر منځ تړون شوی- په افغانستان کې 600 عام خلک او 2500 امنیتي عسکر په وسلوالو بریدونو کې وژل شوي دي.

رپوټ وایي که څه هم دا امکان نه لیدل کېږي چې داعش ډله به په افغانستان کې د حملو په نتیجه کې کومه سیمه ونیسي، خو وایي دې ډلې په دې هېواد کې د لویو بریدونو ذمه واري پر غاړه اخیستې ده.

بل لور ته ملګري ملتونه پخپل رپوټ کې دعوه کوي چې د طالبانو او القاعده ډلې په اړیکو کې د ښکاره بدلون شواهد نه دي موندل شوي. رپوټ وایي چې داعش او القاعده دواړو ترهګرو ډلو ته افغانستان اوس هم مهم دی.

د ملګرو ملتونو په رپوټ کې دا اندېښنه څرګنده شوې چې په کومو ځایونو کې د دې نړیوالې وبا له کبله د ټولبند یا لاکډاون بندیزونه کم شوي، هلته د وسلوالو د ناڅاپي بریدونو خطر دی،‌ چې وایي مخکې له مخکې پلان شوي دي.

په رپوټ کې خبرداری ورکړل شوی چې د کورونا وایرس د اقتصادي او سیاسي اغېزو له کبله په نړۍ کې د توندروۍ رجحان زیاتېدای شي، وایي دا د دې سبب کېدای شي چې د توندروه ډلو خطر تر اوږدې مودې زیات شي.

که څه هم امریکا دعوه کوي چې په شام او عراق کې یې داعش ډله ځپلې، خو د ملګرو ملتونو په رپوټ کې ویل شوي چې د شام او عراق په ځینو سیمو کې د داعش ډلې مرکزونه دي او د شام په شمال ختیځه سیمه ادلب کې له القاعده سره د تړلو ډلو شته والي اندېښنې را پارولې دي.

رپوټ وایي د منځني ختیځ ځانګړو حالاتو ته په کتو د اسرایلو او ځینو عرب هېوادونو تر منځ د اړیکو د ښه کېدو له کبله هلته هم د توندروه ډلو القاعده او داعش ډلې غبرګون مخې ته راتلای شي.

ملګري ملتونه وایي د افریقې په ځینو سیمو کې هم د داعش ډلې فعالیتونه د اندېښنې وړ دي. څېړونکي وایي د ترهګرۍ فعالیتونه او توندروه نظریات د سیمې او نړۍ لپاره د خطر وړ دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG