لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په پاکستان کې د کرونا څخه د مړينو شمېره د 12 زرو نه سېوا شوې


په پاکستان کې د کرونا څخه د مړينو شمېره 12زره 66 ته رسېدلې ده، په تير شوا روز کې نور 40 تنه د کرونا څخه مړه شوي دي.

د سرکاري شمېرو ترمخه په تيرو 24 ساعتونو کې په ملک کې په نورو 1008 کسانو کې د کرونا وايرس مالوم شوي چې ورسره په ملک کې ټولو پينځه لکه 56زره 519 کسانو ته د کرونا وايرس لګېدلي دي.

ويل شوي په کرونا وهلو کې پينځه لکه 12زره 943 کسان ښه شوي هم دي.

د کرونا په اړه د سرکاري وېب پاڼې ترمخه دا وخت په ملک کې په کرونا اخته 1797 کسان داسې دي چې روغتيايي حالت يې سخت دی.

په پاکستان کې د کرونا څخه تر ټولو زياتې مړينې په پنجاب صوبه کې شوي چې شمېره يې 4919 او په دغه صوبه کې يو لک 61 زره 743 کسانو ته د کرونا وايرس ورپورې شوي دي.

په پنجاب پسې په دوېم نمبر سيند صوبه ده چرته چې د کرونا څخه 4132 کسان مړه شوي او په دوه لکه 51 زره 434 کسانو کې د کرونا وایرس مالوم شوي دي.

په خېبرپښتونخوا کې 1964، په اسلام اباد کې 480، په بلوچستان کې 196، په ازاد جمو کشمير کې 273 او په ګلګت بلتستان کې 102 کسان د کرونا څخه مړه شوي دي.

پاکستان ته چين په لومړۍ فرورۍ د کرونا پينځه لکه (ساينوفام) ويکسين ډالۍ کړي دي.

په دوېمه فرورۍ په پاکستان کې د ويکسينو لګولو عمل پېل شوی دی.

د پاکستان وزيراعظم عمران خان ويلي په لومړي پړاو کې به ويکسين طبي عملې ته لګولی شي او بيا به د پاخه عمر خلکو ته، او په ټول ملک کې به دغه ويکسين وېشلی شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG