لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

یورپي اتحاد له طالبانو غوښتي چې د سولې خبرو ته را وګرځي


واشنګټن ـــ په افغانستان کې د یورپي ټولنې ځانګړي استازي رولېنډ کوبیا ویلي، سولې ته رسېدل او د سیاسي حل لارې پیدا کېدل د سولې د خبرو پر مېز ممکن دي او له طالبانو یې غوښتي چې بېرته د مذاکرې مېز ته را وګرځي.

رولېنډ کوبیا د شورو- چارشنبې په ورځ پر خپله ټویټر پاڼه لیکلي بهرنیو هېوادونو ته د طالبانو سفرونه هغه بشپړ حاکمیت نه شي تر لاسه کولای چې له ډېره وخته یې تمه کېږي او بهرنی اغېز هم نه شي کمولای.

تر دې وړاندې د افغانستان لپاره د ایران پخواني سفر محمد رضا بهرامي په یوه ټویټ کې ویلي وو، که طالبان غواړي ثابته کړي سیاسي جوړجاړي ته ژمن دي نو باید د سولې خبرو ته بیرته را وګرځي او له جګړې لاس واخلي.

د سولې خبرو ته له طالبانو په داسې وخت کې د را ګرځېدو غوښتنې کېږي چې په افغانستان کې تاوتریخوالی لا هماغسې روان دی او د کابل په ګډون په نورو ولایتونو کې هدفي او نور وسلوال بریدونه کېږي چې په نتیجه کې یې افغان امنیتي ځواکونو او طالبانو دواړو ته مرګ ژوبله اوړي.

شنونکي وایي تحلیل داسې کیږي چې طالبان د افغانستان اوسنی حکومت نه مني او په خبره یې دغه ډله د خپل حکومت د تاسیس او واک ته رسېدو لپاره جګړه کوي. د سولې په پخوانۍ ایجنډا کې نوي موضوعات داخل شوي او بل د جوبایډن بهرنۍ پالیسي ده چې د سولې خبرو دویم پړاو یې له خنډ او ځنډ سره مخ کړي.

د سیاسي چارو شنونکی فضل ارحمن اوریا وایي، تر څو چې د دوحې تړون ونه ارزول شي او د امریکا وروستی موقف څرګند نه شي طالبان د سولې خبرو ته زړه نه ښه کوي:

"تر څو چې د امریکا له خوا د دوحې تړون ته بیاکتنه پای ته ونه رسېږي او تر څو د سولې په اړه د امریکې پالیسي څرګنده نه شي زه فکر کوم طالبان به له هغه پلاوي سره خبرې ونه کړي چې له کابله تللی دی".

سره له دې چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې د سولې لپاره پيل شوې دي خو په افغانستان کې جګړه خونړۍ ده او طالب مشرانو له خپلو وسله والو غوښتي چې په افغانستان کې د یوه بل حکومت د جوړولو لپاره باید خپلو جګړو ته ادامه ورکړي.

تیره یوه اوونۍ کې د کابل په ګډون بیلابیلو ولایتونو کې هدفي بریدونه ترسره کیږي چې خلک یې د حکومت او طالبانو پر وړاندې غوسه کړي.

د طالبانو او افغان حکومت د مذاکراتي ډلو تر منځ له تېرو درو اوونیو راهیسې ناسته نه ده شوې او د طالبانو پلاویو په دې مهال ایران، روس او ترکمنستان ته سفرونه کړي وو.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG