لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

سرور دانش: د سولې په خبرو کې ځنډ راغلی او ذمه وار یې طالبان دي


واشنګټن ــــ د افغانستان د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش نن تایید کړه چې په قطر کې له طالبانو سره د افغان حکومت په خبرو کې د لنډې مودې ځنډ راغلی او هغه د خبرو د ځنډېدو پړه پر طالبانو ور واچوله. د قطر خبرې چې له تېرو شاوخوا درو اوونیو درېدلې دي طالبانو یې د ځنډ سبب نه دی ویلی.

په کابل کې یوې غونډې ته د افغان ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش وویل، چې د سولې موقع باید ضایع نه کړل شي او په هېواد کې د امن د ټینګښت لپاره کار ترې واخیستل شي.

ښاغلي دانش وویل شپږ میاشتې کېږي چې حکومت یې بندي طالبان خوشي کړي خو وایي دې ډلې تر اوسه په افغانستان کې تشدد نه دی کم کړی. نوموړي په قطر کې د خبرو پر ځنډېدو اندېښنه څرګنده کړې او ویې ویل:

"د دوحې مذاکرات له یو څه په ټپه ولاړ حالت سره مخ دي، د طالبانو استازي پخپلو سیاسي سفرونو بوخت دي او حتی د خبرو پیلېدو لپاره یې نوي شرطونه وړاندې کړي دي چې په هیڅ صورت د سولې د بهیر په ګټه نه دي."

سرور دانش دا خبرې په داسې وخت کې کړې دي‌ چې وړمه ورځ په افغانستان کې د یورپي ټولنې ځانګړي استازي رولېنډ کوبیا ویلي وو، سولې ته رسېدل او د سیاسي حل لارې پیدا کېدل د سولې د خبرو پر مېز ممکن دي او له طالبانو یې غوښتي وو چې بېرته د مذاکرې مېز ته را وګرځي.

سرور دانش د جمعې په ورځ پخپلو خبرو کې د سولې د خبرو په تړاو د لنډمهالي حکومت وړاندیز او طرحه رد کړه او لنډمهالی حکومت یې د افغانستان د اوسني نظام له تباهۍ سره برابر وباله.

د ولسمشر غني دویم مرستیال ویلي، افغانان د هغې سولې ملاتړ کوي، چې اوسنی نظام، اساسي قانون یا آیین او د تېرو نولسو کلونو لاسته راوړنې پکې خوندي وي.

په دې غونډه کې د افغان ولسمشر سلاکار محمد محقق بیا روان حالت خواشینوونکی بللی او ویلي یې دي د جګړې دوام د یوې خوا په ګټه هم نه دی. ښاغلي محقق ویلي تر راتونکي پسرلي پورې باید د جګړې د کمېدو او یا ختمېدو یو اړخ معلوم شي.

بل لور ته د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر محمد حنیف اتمر وایي، افغان حکومت او د امریکې نوې انتظامیه د سولې پر یوه ګډ پلان باندې کار کوي.

ښاغلي اتمر د پنجشنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل، د دواړو هېوادونو د ملي امنیت د سلاکارانو دفترونو د دې ګډ پلان لپاره مخکې له مخکې تیارۍ پیل کړې دي.

د امریکې د ولسمشر جوبایډن ادارې ویلي چې له طالبانو سره کړي د 2020م کال د فرورۍ تړون ته به بیا کتنه کوي. حنیف اتمر ویلي چې د امریکې د نوې انتظامیې د دې پرېکړې بشپړ ملاتړ کوي.

حنیف اتمر وویل امریکا له طالبانو سره خپل کړي تړون ته تر کتنې مخکې خپل ځواکونه له افغانستانه نه باسي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG